لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي له پاکستان غوښتي ګولن سره اړونده ادارې وتړي


د اسلام اباد حکومت به د فتح الله ګولن سره اړوند ادارو باندې نظر ساتي او په ضد به یې عملیات کوي .
د اسلام اباد حکومت به د فتح الله ګولن سره اړوند ادارو باندې نظر ساتي او په ضد به یې عملیات کوي .

پاکستان د ترکي لخوا د فشار سره مخ دی چې د فتح الله ګولن سره اړونده تعلیمي او نورې کاروباري ادارې وتړي، ګولن باندې ترکي کې د تېرې اونۍ د کودتا تور دی .

اسلام اباد کې یو چارواکي ويلي چې دوې د لږ وخت پورې په پلټنو غور کوي د دې دپاره چې د ګولن سره اړونده تعلیمي ادارو په ضد انتظامي ګامونه پورته کړي . ولې ښکاري انقره د ناکامه کودتا وروستو خپل فشار زیات کړی دی .

د ترکي صدر رجب طیب اردوان په فتح الله تور لګوي او د امریکا نه یې د سپارلو غوښتنه کوي، ولې ګولن په کودتا کې د لاس لرلو خبره ردوی او امریکا یې په اړه د ترکي نه ثبوت غواړی .

پاکستان کې د ترکي سفیر صادق بابر ګرګن ویلي د اسلام اباد حکومت به د فتح الله ګولن سره اړوند ادارو باندې نظر ساتي او په ضد به یې عملیات کوي .

د پاکستان د خارجه وزارت یو چارواکی د نوم نه څرګندولو په شر‌ط وي او ای ته ويلي ترکي د پاکستان دوست ملک دی او مونږ له پکار ده چې اندېښنو ته یې د قانون لاندې کتنه وکړو .

ګولنز کمرشل نیټ ورک پاکستان کې د دوه لیسزو راهسې نزدې دوه درځنه ادارې چلوي او د زرګونو په شمېره کې ماشومان پکې داخل دي . دا نېټ ورک د پاک ترک انټرنېنشنل سکولز اېنډ کالجز په نوم یادیږي .

د دې ترڅنګ ګولن د رومی فورم په نوم یوه څانګه جوړه کړې دا یو فورم دوه اړخیزه کلتور ته وده ورکوي ترکی پوهان پاکستان ته د لیکچر دپاره راغواړي او دغه رنګ پاکستانی پوهان ترکي ته ویناؤ له بوځي .

پاکستاني چارواکي منلې ده چې د ګولنز سره اړونده تعلیمي ادارو په مکمله توګه د بندولو سره چېلنجونه رامخې ته کېدې شي ولی هغه هیله څرګند کړې ده چې دا مسله به هواره کړی شي .

د پاکستاني چارواکي دغه غبرګون له هغې وروستو مخې ته راغلی دی چې ترکي سفیر صادق بابر وئیلي ګولنز ګروپ پاکستان کې په غټه کچه شتون لري او انقرې په ټولو دوست هېوادونو غږ کړی چې د هلوځلو مخه یې ونیسي .

هغه اسلام اباد کې خبریالانو ته وئیلي ؤ چې پاکستان سره یې په هره شعبه کې نزدې اړیکې دي .

د طیب اردوان په صدرات کې د ترکي پاکستان سره روایتي دوستانه اړيکي نورې پراخې شوي دي . د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ترکي کې د ناکامه کودتا غندنه کړې او اردوان سره یې سره د بشپړ ملاتړ څرګندونه کړې وه .

د کودتا د هڅې وروستو ګولن سره اړونده تعلیمي ادارو دا خبره رد کړې چې ترکي کې یې د کوم سیاسي فرد یا تحریک سره اړيکي دي .

ادارې په خپله ویب پاڼه پېغام ورکړی چې پاکستان کې د بشردوستۍ او انساني ودې دپاره په هره شعبه کې کار کوي .

ناقدین وایي روانه اونۍ د رومي فورم د سر نه د ګولن نوم او د چیئرمېن نوم لرې کول ځايي فشار په ډاګه کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG