افغان ځواکونو ویلي د هېواد ختیځې صوبې ننګرهار کې يې د داعش ډلې سیمه ایز مرکز نیولی دی .
چارواکو ویلي د پاکستان سره په پوله پرته د ننګرهار صوبې په هسکه مینه ضلع کې جوړ دغه مرکز چې تُندلارو ورته د ولایت خراسان نوم ورکړی ؤ په دې کې به یې کسان بهرتي کول او د جنګ دپاره به یې روزل .
د افغان پوځ سرچینو ویلي چې د ملي اردو په تازه عملیاتو کې هسکه مينه د داعش د وسله والو څخه پاکه کړی شوې ده .
د افغان پوځ کرنل شیرين اقا خبریالانو ته ویلي ( د عملیاتو په پایله کې مونږ د ګورګورۍ او شابۍ کلي ترڅنګ د ضلعې زیاتره سیمې پاکې کړي دي ) .
اقا زیاته کړې د ( داعش مهم او د بهرتیانو کولو مرکز مو نیولی دی ) او په عملیاتو کې د داعش ۲۷ جنګیالي وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي .
د خراسان په نوم دغه مرکز په افغانستان کې د داعش ډلې قوي مرکز ګڼل کېدو او دغه سیمه ایز مرکز به په هېواد کې د بریدونو دپاره کارولی شو .
ځايي خلکو وایس اف امریکا ته ويلي افغان ځواکونو د ضلعې زیاتې برخې نیولي دی .
د ځايي خلکو په وینا ( دولتي ځواکونو د ګورګورۍ هايي سکول نیولی کوم چې داعش وسله وال مرکز جوړ کړی ؤ) .
ځايي خلکو ویلي ( داسې ښکاري چې دولتي ځواکونه د وسله والو په ضد عملیات دوامداره ساتي) .
د ګورنر ویاند وایس اف امریکا ته ویلي چې صوبايي چارواکي به ډېر زر د داعش د ظلم او وحشت نه اغېزمنو خلکو سره مرستې وکړي .
افغان چارواکو تېره اونۍ د دغې سیمې سره نزدې د کوټ ضلعې د داعش نه د پاکولو اعلان کړی ؤ او ځواکونو ویلي ؤ چې د یوې میاشتې پورې اوږدو عملیاتو کې د داعش ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي وو .
داعش د ننګرهار صوبې په یو شمېر سیمې کې فعالیت لرلو او دغلته يې په دولتي ځواکونو او کلیو باندې حملې هم کړی دي .