لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قومي اسمبلۍ دلانجمن سايبرکرايم بل منظوري ورکړې


 دغه بل دانفارميشن ټيکنالوجي دمملکت وفاقي وزيرې انوشه رحمان ايوان ته وړاندې کړى دى.
دغه بل دانفارميشن ټيکنالوجي دمملکت وفاقي وزيرې انوشه رحمان ايوان ته وړاندې کړى دى.

دپاکستان قومي اسمبلۍ دسايبر کرايم بل ٢٠١٥م په متفقه توګه منظوري ورکړې ده.

دغه بل دانفارميشن ټيکنالوجي دمملکت وفاقي وزيرې انوشه رحمان ايوان ته وړاندې کړى دى.

پاکستان تحريک انصاف او پاکستان پيپلز پارټۍ ددغه بل مخالفت کړى خو دا دسينيټ دبدلونونو سره منظور کړى شويدى.

قومي اسمبلۍ څخه دمنظورۍ وروستو به اوس دغه بل دپاکستان صدر ته ليږلى شي او دهغه دلاسليک څخه وروستو به باقاعده دقانون شکل کې پځايې کولى شي.

دسايبرکرايم مخنيوي لپاره دجوړيدونکو عدالتونو دفيصلو په ضد ديرشو ورځو کې هايکورټ ته اپيل کيدى شي.

اړونده چارواکي به په دغه بل دعمل درامد په اړه کال کې دوه ځله پارلمان ته راپور وړاندې کوي او دامنيتي ادارو دمداخلت مخنيوي په اړه به هم ګامونه اخستل کيږي.

په سايبرترهه ګرۍ به دڅوارلسو کلونو دبند او پنځوو کروړو روپو جرمانه لګيږي، په نفرت خورونکې وينا، فرقه واريت خورولو او مذهبي کرکې په خورولو به داوو کلونو دبند سزا ورکولى شي.، دانټرنيټ له لارې دترهه ګرو سره په مالي مرستو کولو به داوو کلونو دبند سزا ورکولى شي، دانټرنيټ ډيټا په غلط استعمال به درې کاله دبند اولس لکه روپۍ جرمانه لګيږي، همدغه شان دموبايل فون دسمونو په غيرقانوني توګه خرڅولو به پينځه کاله دبند او پينځه لکه روپۍ دجرمانې سزا ورکولى شي.

دانفارمیشن ټيکنالوجۍ په اړه دقومي اسمبلۍ قايمه کميټۍ تيرکال داپريل په مياشت کې دلانجمن اليکټرونک کرايم ايکټ ٢٠١٥م منظوري ورکړې وه او دغه بل ٢٠١٥م کې قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوى و.

وروستو په ١٣م اپريل قومي اسمبلۍ ددغه بل منظوري ورکړې وه خودقانوني شکر ورکولو لپاره يې دسينيټ څخه منظوري ضروري وه.

په ٢٩ جولا يي سينيټ دلانجمن سايبر کرايم بل دمخالفو ګوندونو د٥٠و بدلونونو سره په متفقه توګه منظوري ورکړې وه او وروستو قومي اسمبلۍ ته وليږل شو چې نن يې دغلته منظوري ورکړى شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG