یو پاکستاني چارواکي د افغان سولې خبرو د بیا جوړېدو هیله څرګند کړې ده ولې داسې نه ښکاري چې افغانستان په دغه عمل کې بیا برخې اخستو ته تیار دی .
د پاکستان وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي ؤ چې د سولې خبرې په اونو کې پېل کېدی شي ، کومې چې په کال۲۰۱۵م کې هغه وخت ځنډېدلې وې چې د طالبانو مشر ملاعمر د مړينې خبر او بیا په کال ۲۰۱۶م کې د ملامنصور د وژنې خبر مخې ته راغلو .
د خالي په ورځ د سرتاج عزیز د ارزونې په اړه چې کله د افغان صدر اشرف غني د مرستیال ویاند دواخان مینه پال نه تپوس وشو نو هغه وویل پاکستان ته به دا څرګندول وي چې د امن عمل دپاره ژمن دی او د هغې دپاره به ورته د هغو تُندلارو په ضد عملیات کول وي څوک چې په افغانستان کې بریدونه کوي .
د مینه پال په وينا ( پاکستان ته به هغه ژمنې پوره کول وي کومې يې چې په څلور هېوادیزه غونډو کې کړې وې چې داسې نه وي شوي مونږ به د سولې خبرو په اړه په خپل اوسني دریز دوامداره ساتو) .
په وروستي ځل د څلورو هېوادونو (امریکا، افغانستان، چين او پاکستان ) د استازو ترمنځ غونډه د مئي په میاشت کې شوې وه او طالبانو په دغو خبرو کې د ګډون نه انکار کړی ؤ .
د خبرو په مهال پاکستان ژمنه کړې وه چې د هغو ترهګرو ډلو په ضد به عملیات کوي کوم چې په افغانستان کې بریدونه کوي . افغان چارواکي د کلونو راهسې په پاکستان د ښو او بدو طالبانو د توپير تور لګوي، چې افغانستان کې افغان او بهرنو عسکرو بریدونه کوي (ښه طالبان) دي او پاکستان کې بریدونه کوؤنکي (بد طالبان) دي .
د مینه پال په وينا ( پاکستان ته به په داسې کول ثابتول وي چې د ټولو تُندلارو په ضد دی او د ښه او بدو توپیرپکې نه کوي) .
هغه دې خبرې ته اشاره کړې چې څو پورې داسې نه وي شوي افغان حکومت به د سولې خبرو کې ګډون نه کوي .
تېره میاشت پارسا کې د نېټو سرمشریزه غونډه کې افغان صدر اشرف غني مشرانو ته ویلي ؤ چې د پاکستان نه علاوه د سیمې نور ټول ملکونه افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي .
اشرف غني غونډې ته په وینا کې ویلي ؤ چې ( د ګاونډي هېوادونو سره زمونږ د سیمه ایزو مرستو ګامونه ښې پایلې لري ولې پاکستان سره داسې نه ده، څلور هېوادیزه غونډه کې د ژمنې باوجود، د هغه (پاکستان) له لوري د ښه او بدو ترهګرو روایت اوس هم برقرار دی) .
په کال ۲۰۱۴م کې اشرف غني د صدر جوړېدو وروستو پاکستان سره د خبرو د یو نوي باب پېلولو ادعا کړې چې بنیاد به یې اعتماد سازي یا په یو بل باور کول وی. په جولايۍکال ۲۰۱۵م کې د پاکستان په کوربه توب (مري) کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په لمړي ځل خبرې هم شوې وې کومې چې پاکستان د افغانستان د مشرانو د نوي فکر نتیجه ګرځولې وه .
د خبرو دوېم پړاؤ د جولايۍ په اخره کې کېدونکی ؤ خو د ملاعمر د مړينې د خبر مخې ته راتلو وروستو وځنډول شو .
په کال ۲۰۱۶م کې امریکا، افغانستان، پاکستان او چین د ځنډ ښکار خبرو بیا پېلولو هڅې روانې کړې او د څلور هېوادیزه ډلې په کابل او اسلام اباد کې پينځه غونډې شوي ولې طالب استازو پکې ګډون نه ؤ کړی .
د ریټايرډ جنرال طلعت مسعود خیال دی چې د تندلارو ډلو د مخې نیولو دپاره پاکستان ډېر څه کړي دي او دا چې ملک د خپل امنیت په داؤ لګولو بغېر هم دومره څه کولی شي .
د هغه په وینا ( د پاکستان دریز دا دی چې څومره یې څه کړي دي د هغې نه زیات يې نه شو کولی مونږ له به د ټولو سره جنګېدل وي، د ریټايرډ جنرال په وینا پاکستان نه غواړي ځکه چې د وړاندې نه په خپلو جنګونو کې ښکېل دی او په هیڅ صورت د افغانستان جنګ نه کول غواړي) .
د مسعود په وینا که چرته پاکستان په افغان طالبانو او حقاني شبکه فشار زیاتوي نو هغه به د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره یو شي او د پاکستان او افغانستان دپاره به نوره غټه خطره وګرځي .
د اینتهني اېچ کورډسمن تعلق د سینټر فاراسټریټجک اېنډ انټرنیشنل اسټډیز سره دی، هغه وايي چې پاکستان کوم ډول ګټورې هڅې نه دي کړي ، او دا خبره د یاد ساتلو ده چې طالبان د سولې خبرو کې د ګډون نه لرې والی اختیار کړی او خبرې د جګړې او هواري پراخه عمل جوړ شوی دی .
د کورډسمن په وینا، ( دا خبره د ارزښت وړ ده چې د طالبانو نوي مشر په خصوصي توګه د امن خبرې رد کړي دي او په ځینو معاملاتو کې دا امن خبرې یواځې خبرې نا بلکې د هواري پراخه عمل جوړ شوی دی) .
د جنرل مسعود په خیال چې طالبانو په وروستیو میاشتو او کلونو کې افغانستان کې علاقې نیولي او پوځي اهداف يې ترلاسه کړي دا څرګندوي چې د پاکستان په هغوې ډېر اثر نه دی پاتې .
مسعود ویلي ( طالبان ګڼي چې هغوې ازاد دي افغانستان کې ورسره خپله علاقه ده او هغه د افغانستان نه حملې کوي، د ځینو افغانانو لخوا ورته ملاتړ حاصل دی او هغه جنګ دوامداره ساتلی شي ) .
ولې د افغان څیړونکي جنرال عتیق الله عمرخېل خیال دی چې د ټولو تُندلارو په ضد په تېزۍ سره د جنګ کولو نه په انکار به پاکستان یواځې کړي .
( پاکستان ته به په افغانستان کې د یاغیانو په پټه مرستې بندول وي او په خپله خاوره به ورته د ټولو ترهګرو او انتهاپسندو په ضد عملیات کول وي ګنې په نړیواله کچ به ورته د یواځې والي اندېښنه ورپېښه شي ) .
افغانستان کې د امن عمل ته د اوږدې مودې نه د جګړې خاتمې ته د یوې طریقې په توګه کتل کیږي کوم چې په عامه توګه د ځنډ ښکار ده .
نزدې د ۱۵کالو د جنګ، د افغانستان پوځ تراوسه پورې د امریکا او نېټو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري اود طالب وسله والو پرله پسې عمیلیاتو په ټول ملک کې د حکومت عملداري په خطره کې اچولې ده .
د ربیکا زمرمن تعلق د (رېنډکارپوریشن) سره دی، هغه وايي د امن عمل ډېر په قلاره دی ولې دا غېر معمولي خبره نه ده .
د زمرمن په وینا ( په هر ملک کې د امن تړون په مخکې ځي او کله شاته راځي، دا د دې عمل قدرتي امر دی او هم داسې ده) .
زمرمن وايي، ( زه دا نه ویل غواړم چې په افغانستان کې د سولې خبرو راتلونکي په بشپړ ډول ختم شوی، ولې د څلور اړخیزه رابطه کار ډلې په صورت کې، زما په خیال د راتلونکې یوې مودې پورې دا امکان ختم شوی دی) .