لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي:عملياتو کې ٩ جنګيالي وژل شوي،يو عسکر مړ


دخېبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په راجګل علاقه کښې دجيټ الوتکو لخوا دترهه ګرو په مشکوکو ځالو بمباري شوې چې پکې اته وسله وال وژل شوي او دهغوي څلور ټهکانې هم تباه شوي دي
دخېبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په راجګل علاقه کښې دجيټ الوتکو لخوا دترهه ګرو په مشکوکو ځالو بمباري شوې چې پکې اته وسله وال وژل شوي او دهغوي څلور ټهکانې هم تباه شوي دي

دافغانستان پولې ته نزدې دقبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې دخالي په سحر وسله والو يو عسکر وژلى او لرې پرته سيمه تيراه کې دجيټ الوتکو لخوا شوې بمبارۍ کې ٩ جنګيالي وژل شويدي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار وينا ده چې دپاکستاني فضاييې لخوا دخېبرايجنسۍ راجګل سيمه کې شوو هوايي بريدونو کې ٩ جنګيالي وژل شوي او دهغوي شپږ ځالې تباه کړى شويدي.

په عين حال کې دجمرود په غونډۍ سيمه کې سخي پل چيک پوسټ ته په روان خاصه دار وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې هغه ووژل شو. دپېښې څخه وروستو سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړى شويدي.

وسله والو جمرود کې دغه عسکر په داسې حال کې وژلى چې دخېبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دا مهال دپاکستان د پوځ لخوا دتندلارو په ضد عمليات روان دي چې پکې دلسګونو جنګيالو دوژلو دعوه شوې ده.

تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دخېبرايجنسۍ دوره کړې وه او ژمنه يې کړې وه چې ټول هيواد څخه به دترهه ګرو پټنځايونه له مينځه وړلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG