د پاکستان پنجاب صوبې سر ښار لاهور کې د پوليس په یوه مقابله کې د سري لنکا په کرکټ لوبډله برید کې په مبینه توګه ککړ څلور وسله وال وژل شوي او درې نور په تېښته کې بریالي شوي دي .
لاهور کې په کال ۲۰۰۹م کې د پاکستان په سفر د سري لنکا په کرکټ لوبډله وسله وال برید شوی ؤ .
د سرکاري میډیا ترمخه دغه مقابله د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د لاهور په مناوا سیمه کې هغه وخت شوې چې کله د پنجاب صوبې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوؤنکې پوليس (سي ټي ډي ) ډلې د یو خبر په اساس مناوا کې په یو ودانۍ چهاپه ووهله .
د سي ټي ډي پولیسو ویاند ویلي نزدې د یو نیم ساعت پورې د پوليس ډلې او وسله والو ترمنځ نښته شوې او په پایله کې يې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور تښتېدلي دي ، هغه ویلي د تښتېدلو وسله والو لټون پېل کړی شوی دی .
د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د زبېر، عبدالوهاب، عدنان ارشد او عتیق الرحمان په نومونو شوې ده او پوليس ادعا کړې چې د دوې د ولقې نه يې وسله هم ترلاسه کړې ده .
په کال ۲۰۰۹م کې لاهور کې د سري لنکا په کرکټ لوبډله برید کې اووه پوليس او د اووه ؤ پورې لوبغاړي ژوبل شوي وو .
د لاهور د برید وروستو پاکستان د بهرنو کرکټ لوبډلو راتګ ودرېدلی او د هغې وروستو یواځې تېر کال د مئي په میاشت کې د زمبابوی کرکټ لوبډله پاکستان ته راغلې وه او د هغې نه پس بیا هم کومه بهرنۍ لوبډله پاکستان ته نه ده راغلې .