لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیر: د ډزو پېښه کې د دوه پولیسو په ګډون درې کسان وژل شوي


د پولیس سرچينو ترمخه برید کوؤنکي دوه کسان وو او یو د تښتې په مهال پولیسو نیولی دی .
د پولیس سرچينو ترمخه برید کوؤنکي دوه کسان وو او یو د تښتې په مهال پولیسو نیولی دی .

د خېبرپښتونخوا صوبې په کوز دیر سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې د جماعت اسلامي ډلې د ضلعې کونسلر ورور او هغه سره دوه ساتونکي پوليس وژل شوي دي .

د چارواکو په وینا دغه نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د کوز دیر په رباط بازار کې رامنځته شوې ده .

د کوز دیر مرستیال کمشنر محمدایاز وایس اف امریکا ډیوه ريډیو سره خبرو کې د دغه پېښې پخلی کړی دی . نوموړي ویلي پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ضلعې کونسلر سره د ورور او ساتونکو پولیسو سره په بازار کې په خپل ګاډي کې ناست وو .

نوموړي ویلي د ډزو په برید ضلعي کونسلر روغ پاتې شوی د هغه ورور او دوه پولیس وژل شوي دي .

د پولیس سرچينو ترمخه برید کوؤنکي دوه کسان وو او یو د تښتې په مهال پولیسو نیولی دی .

ځايي چارواکو ویلي کونسلر ته له دې وړاندې هم په لار کې بم ښخ کړل شوی ولې په هغه پېښه کې هم روغ وتی ؤ .

د چارواکو په وینا د هغه شخصي دښمني هم وه ولې په هغې کې يې روغه شوې وه ، او د تازه پېښې علت به د پلټنو وروستو معلوم شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG