لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: انګلېنډ د پاکستان لوبډلې ته په ۱۶۹رنزونو ماتې ورکړه


د یوورځني(۵۰اووریز) کرکټ په نړیوال تاريخ کې له دې وړاندې کومې لوبډلې ۴۴۴ رنزونه نه ؤ جوړ کړي
د یوورځني(۵۰اووریز) کرکټ په نړیوال تاريخ کې له دې وړاندې کومې لوبډلې ۴۴۴ رنزونه نه ؤ جوړ کړي

د انګلېنډ کرکټ لوبډلې د یو ورځني نړیوال کرکټ په تاریخ کې تر ټولو زیاتو رنزونو ۴۴۴ په ځواب کې د پاکستان پوره ټیم په ۴۳م اوور کې په ۲۷۵رنزونو اؤټ شو او مېچ يې وبايلو .

د انګلېنډ او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېم یو ورځني مېچ ټاس انګلېنډ ګټلی او وړومبی بیټنګ يې اخستی ؤ . د انګلېنډ په درې لوبغاړوسوځېدو په ۵۰ اوورونو کې پاکستان ته د ۴۴۵ رنزونو هدف ورکړی ؤ .

د انګلېنډ د ریکارډ رنزونو په ځواب کې د پاکستان په بیټنګ کې شرجیل خان او محمدعامر۵۸، ۵۸ رنزونه جوړ کړل ، د دې نه علاوه سرفرازاحمد ۳۸او محمدنواز ۳۴ رنزونه جوړ کړل . سمیع اسلم په اته، کپتان اظهرعلي په ۱۳، بابر اعظم په نهه، شعېب ملک په یو، حسن علي په څلور، وهاب ریاض په ۱۴ او یاسرشاه په ۲۶ رنزونو جوړولو کې کامیاب شو .

د انګلېنډ کرس ووکس څلور، عادل رشید دوه، پلنکټ، معین علي او سټوک یو یو وکټ واخستو .

له دې وړاندې د یوورځني(۵۰اووریز) کرکټ په نړیوال تاريخ کې بلې کومې لوبډلې ۴۴۴ رنزونه نه ؤ جوړ کړي او د سري لنکا لوبډلې د نېدرلېنډ په ضد په نهه لوبغاړو اؤټ کېدو ۴۴۳ رنزونه جوړ کړي وو .

د انګلېنډ په بېټسمېنانو کې ایلکس هیلز د څلورو چهکو او ۲۲ چوکو سره په ۱۲۲ بالونو ۱۷۱ رنزونه، بټلر په ۵۱ بالونو ۹۰، روټ په ۸۶ بالونو ۸۵ رنزونه او مورګن په ۲۷ بالونو ۵۷ رنزونه جوړ کړي وو .

د پاکستان لخوا وهاب ریاض په لسو اوورونو کې ۱۱۰ رنزونه ورکړل او په وکټ اخستو کې کامیاب نه شو.

محمدعامر په لسو اوورونو کې ۷۲ رنزونه او محمدنواز په لسو اوورونو کې ۶۲ رنزونه ورکړل او یو وکټ يې واخستو . حسن علي په لسو اوورونو کې ۷۴ رنزونه ورکړل او دوه وکټې يې واخستې .

د دواړو ټیمونو ترمنځ د پينځه یو ورځنو مېچونو په سیریز کې انګلېنډ درې واړه ترسره شوؤ مېچونو کې پاکستان ته ماتې ورکړه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG