لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: دجنګي جرمونو په تور د جماعت اسلامي مشر تېزندي کړی شوی


ميرقاسم د کال ۱۹۷۱م د جنګ په مهال د جنګي جرمونو ترسره کولو په تور مجرم ګرځول شوی وو
ميرقاسم د کال ۱۹۷۱م د جنګ په مهال د جنګي جرمونو ترسره کولو په تور مجرم ګرځول شوی وو

بنګله دېش کې د مخالفه ډلې جماعت اسلامي يو بل مهم مشر او ياد کاروباري شخصيت ميرقاسم علي تېزندي کړی شوی دی .

ميرقاسم د کال ۱۹۷۱م د جنګ په مهال د جنګي جرمونو ترسره کولو په تور مجرم ګرځول شوی وو او د چارواکو ترمخه هغه د شنبې يا خالي په شپه ناوخته د بنګله دېش پلازمېنې ډهاکې سره نزدې په زندان کې په دار ځړول شوی دی .

د نهې يا سه شنبې په ورځ د بنګله دېش سترې محکمې د ميرقاسم د مرګ د سزا په ضد خواست رد کړی وو د کوم وروستو چې د نوموړي سره د بچ کېدو يواځينۍ لار صدر ته د رحم اپيل کول وو ولې ميرقاسم ويلي وو چې صدر ته به د رحم اپيل نه کوي .

د وزيراعظمې شېخ حسينه واجد حکومت د کال ۱۹۷۱م په جنګ کې د جنګي جرمونو دپاره په کال ۲۰۱۰م کې يو ځانګړی عدالت جوړ کړی کوم چې تراوسه يو شمېر مهم سياسي مشرانو ته د مرګ سزا اورولې ده .

په دغو کې د جماعت اسلامي مشر مطيع الرحمان نظامي سره د دغه ډلې پينځه مشرانو او د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضيا د ډلې يو مهم مشر ته هم د تېزندۍ سزا ورکړل شوې ده .

د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه د دغه ځانګړي عدالت پرېکړې د انصاف او نړيوال معيار په ضد ګرځوي او مخالفه ډلې دا د حکومت له خوا د سياسي مخالفينو انتقام بولي .

ولې د حکومت دريځ دی چې د ملک د ازادۍ دپاره ترسره شوي جنګ په مهال د ملکي وګړو په ضد په غټه کچه تشدد او نور جرمونو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راوستل پکار دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG