لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان مو له ترين کوټ څخه بهر ويستلي،افغان چارواکي



تيره ورځ طالب جنګيالو دښار خواوشا کې جوړې پوستې ړنګې کړې او ترين کوټ ته داخل شوي وؤ، دغه بريد کې اته افغان عسکر وژل شوي وؤ.
تيره ورځ طالب جنګيالو دښار خواوشا کې جوړې پوستې ړنګې کړې او ترين کوټ ته داخل شوي وؤ، دغه بريد کې اته افغان عسکر وژل شوي وؤ.

افغان چارواکو ويلي دي دجنوبي ولايت ارزګان دمرکزي ښار ترين کوټ څخه طالب جنګيالي بهر ويستل شويدي.

تيره ورځ طالب جنګيالو دښار خواوشا کې جوړې پوستې ړنګې کړې او ترين کوټ ته داخل شوي وؤ، دغه بريد کې اته افغان عسکر وژل شوي وؤ.
ددفاع دوزارت يو وياند ويلي دښار شمال ختيزه برخه کې په ځينو مقاماتو جګړه روانه ده او پوځ او پوليسو دترين کوټ ټول ستراتيژيکي مقامات تر واک لاندې راوستي.

دارزګان دوالي وياند دوست محمد ناياب امريکايي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته ويلي طالب جنګيالي اوس دښار څخه خواوشا دپينځوؤ کلو ميټرو په فاصله موجود دي.

دچارواکو وينا ده دغه جګړه کې داتياوؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي.

خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي لخوا دعوه شوې چې دهغوي جنګيالي اوس هم ښار کې موجود دي، هغه طالبانو ته دمرګ ژوبلې اوښتو په اړه حکومتي دعوې هم رد کړي دي.

طالبانو اوسنو مياشتو کې شمالي ښار کندوز او جنوبي ښار لشکرګاه باندې هم بريد کړى او دغه ښارونه يې تر څه وخته تر خپلې قبضې لاندې ساتلي وؤ.

افغان طالبان حکومت سره دامن مذاکراتو کې برخې اخستو څخه هم انکار کوي او دريځ لري افغانستان کې دبهرنو ځواکونو تر موجودګۍ به خپل بريدونه دوامداره ساتي.

د٢٠١٤م اخره کې افغانستان څخه دزياترو بين المللي ځواکونو دوتلو څخه وروستو دغه هيواد کې ديو تړون لاندې خواوشا دولس زره بين المللي عسکر چې پکې اکثريت دامريکايانو دى، افغانستان کې افغان ځواکونو ته دتربيې او ترهه ګرۍ په ضد جګړه کې مرستې ورکولو لپاره موجود دي.

افغان ځواکونه دطالبانو ترڅنګ دهيواد ختيځه برخه کې دتندروه ډلې داعش له لوري هم مزاحمت سره مخ دي خو دبين المللي ځواکونو په مرستې سره هغوي دتندلارو په ضد مهمو هدفونو ترلاسه کولو کې بريالي شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG