لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واهګه د لارې دافغانستان اوهند په تجارت بندېز نشته، پاکستان


په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت دپاره د تورخم او چمن لارې بندې شوي چې په پایله کې یې سوداګرو ته په ملینونو ډالره تاوان اوړېدلی دی .
په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارت دپاره د تورخم او چمن لارې بندې شوي چې په پایله کې یې سوداګرو ته په ملینونو ډالره تاوان اوړېدلی دی .

پاکستان ویلي اسلام اباد د واهګه د لارې د افغان تجارتي سامانونو هند ته په لېږلو کوم بندېز نه دی لګولی .

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا دغه خبره د افغانستان د صدر اشرف غني د هغه بیان په غبرګون کې کړې ده چې پاکستان د واهګه د لارې افغان تجارتي سامانونو باندې هند ته په لېږلو بندېز لګولی دی .

ښاغلي غني د دغه لارې د پرانستو د غوښتنې سره پاکستان ته ګواښ کړی ؤ که دغه لار خلاصه نه کړي نو افغانستان به د پاکستان د منځني اسیايي هېوادونو سره د تجارت لار بنده کړي .

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا په یو لنډ بیان کې ویلي پاکستان په مستقله توګه افغانستان ته د تجارت دپاره د خپلو بندرونو کارولو اسانتیا ورکوي .

نوموړي زیاته کړې چې که څه هم د افغانستان او پاکستان د خپل منځي تجارت په تړون (اپټا) کې هند نه دی شامل ولې د دې باوجود هم پاکستان د واهګه د لارې هند سره افغان تجارت ته اجازه ورکوي .

د پاکستان او هند اړیکې چې پرله پسې خرابې دي په وروستو کلونو کې د نوؤ قانونو جوړېډو سره، لوړ پوړي چارواکي وايي چې د کابل په غوښتنه په داسې حالاتو کې د هند په اپټا کې شاملیدل امکان نه لري .

بل لور ته د اپټا د شننې ترمخه چې دوه کاله وړاندې د امریکا د نړيوالې پرمختیا ادارې کړې وه پکې ویل شوي ؤ چې پاکستان د افغانستان د لارې منځني اسیايي هېوادونو ته د خپل ټول تجارت(۰.۰۵۴) فیصده سامانونه ليږي او (۰.۰۵) فیصده راغواړي .

د پاکستان او افغانستان لخوا د خپلې خاورې د یو بل په ضد د تورونو لګېدو په ترڅ کې د دواړو اړيکې اغېزمني دي، او هم له امله په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت دپاره د تورخم او چمن لارې بندې شوي چې په پایله کې يې سوداګرو ته په ملینونو ډالره تاوان اوړېدلی دی .

ولې بل لور ته د کابل او نوي دهلي اړیکې په ټولو برخو کې او په ځانګړي دفاعي مرستو کې دوامداره دي او پاکستان په دې اندېښنې لري . پاکستان تورونه لګوي چې د هند استخباراتي اداره د افغانستان د ادارې سره د اړیکو په ترڅ کې د پاکستان په خاوره ترهګري کوي ولې کابل او هند دغه تورورنه ردوي .

افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره افغان طالبانو او هغوې سره اړونده هغو ډلو چې په افغانستان کې ترهګر بریدونه کوي دوې ته ځاې ورکوي ولې اسلام اباد هم دغه تورونه رودي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG