لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ: ځانمرګي برید کې ۱۰ تنه ژوبل شوي


د ځايي چارواکو په وینا عیدګاه کې د سني، شیعه او بریلوي مسلک سره تعلق لرونکي خلک د اختر نمانځه ته راجمع کيږي .
د ځايي چارواکو په وینا عیدګاه کې د سني، شیعه او بریلوي مسلک سره تعلق لرونکي خلک د اختر نمانځه ته راجمع کيږي .

د پاکستان جنوبي صوبې سیندهـ په شکار پور سیمه کې نن د لوې اختر د نمانځه په مهال د شیعه مسلمانانو په جومات(امام بارګاه) ځانمرګی برید شوی او لږترلږه ۱۰ کسان پکې ژوبل شوي دي .

د سرکاري میډیا ترمخه د شکار پور په خان پور سیمه کې د غټ اختر د نمانځه په مهال دوه ځانمرګي په امام بارګاه او عیدګاه ورغلي خو پوليس دغه برید ناکامه کړی دی .

د ځايي چارواکو په وینا عیدګاه کې د سني، شیعه او بریلوي مسلک سره تعلق لرونکي خلک د اختر نمانځه ته راجمع کيږي .

د صوبې د پوليس مشر رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوه ځانمرګي د اختر د نمانځه په مهال په عیدګاه ورننوتل چې پولیسو دوې ودرول په دغه مهال یو ځان ته چاؤدنه ورکړې او له امله یې د درې پولیسو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شوي دي .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې بل ځانمرګی بریدګر په ژوبل حالت کې نیول شوی دی .

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې میډیا ته په وینا کې د شکارپور د ځانمرګي برید زمه واري قبوله کړې ده او ویلي يې دي دا برید يې د حکومت په ضد د رعد نومې عملیاتو برخه ده .

راپورونه د پولیس سرچینو لخوا وايي چې شکار پور ته څلور ځانمرګي ننوتي خو پوليس د دوې پلان شنډ کړی دی .

چارواکو ویلي د ځانمرګي برید له امله ژوبل کسان چې پکې پولیس شامل دي د شکار پور سېول روغتون ته وړل شوي دي .

تېر کال په شکار پور سیمه کې یوه امام بارګاه باندې ځانمرګي برید کې لږترلږ ۶۱ کسان وژل شوي وو .

پاکستان کې نن د نهې په ورځ لوې اختر نمانځل کيږي او چارواکي وايي د امنیت دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG