لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومند ایجنسۍ ځانمرګي برید کې د مړو شمېره ۳۶ ته ورسېده


په مومند ایجنسۍ کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .
په مومند ایجنسۍ کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .

په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د جمعې په ورځ ترسره شوي ځانمرګي بريد کې د مړه شوؤ کسانو شمېره ۳۶ ته ورسېده، بريد کې تېره ورځ د ۲۸ کسانو د وژنې پخلی شوی ؤ .

بل لور ته نن په دغه سيمه کې غېر اعلانيه کرفيو وه او د امنيتي ځواکونو لخوا د لټون عمليات روان کېدل .

د مومند ایجنسۍ مرستیال پوليټیکل ایجنټ عبدالله شاه وایس اف امریکا ډیوه ريډیو سره خبرو کې پخلی وکړو چې ځانمرګي برید کې په ژوبل شوؤ کسانو شپږو نن ژوند د لاسه ورکړو او د مړو ټوله شمېره ۳۶ ته ورسېده .

تېره ورځ د مومند ايجنسۍانبار تحصیل کې د جمعې د نمانځه په مهال جومات کې ځانمرګی بريد شوی ؤ ،پېښه کې ژوبل کسان د باجوړ او پېښور روغتونونو ته درملنې له وړل شوي او علاج يې روان دی .

له دې وړاندې ځايي خلکو ویلی ؤ په بريد کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل شوي دي او په علاقه کې د غم فضا خوره ده .

د ځايي خلکو په وينا سيمه کې نن د خالي په ورځ غېر اعلانيه کرفيو يا ګرځبنديز دی چې له امله يې تېره ورځ په برید کې د وژل شوؤ خپلوانو په جنازو کې ګډون ونه کړې شو ، خو د چارواکو لخوا د کرفيو اعلان نه دی شوی .

د چارواکو په وينا تحصيل انبار او خواوشاه سيمو کې د لټون عمليات دوام لري او په دغه موخه يي دغو علاقو ته د تګ راتګ لارې تړلې دي .

تراسه پورې د مشکوکه کسانو نیول کېدو په اړه مطبوعاتو سره معلومات نه دي شریک کړی شوي خو سرچيني وائي ځیني مشکوکه تنان دغه عملياتو کې ګرفتار کړی شوي دي .

د جمعې په ورځ ترسره شوي بريد زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې ده او وئيلي دي په بريد کې يې د امن لښکر غړي په نخښه کړي دي .

د افغانستان سره په پوله پرته مومندايجنسۍ د کال ۲۰۰۸ نه وروستو د وسله والود واک لاندې پاتې شوې وه ولې په کال ۲۰۰۹ کې د "بريخنا" نومې پوځي عملياتو روستو دغه علاقه د وسله والو څخه پاکه وګرځول شوه .

ولې اوس هم په دغه قبايلي علاقه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG