لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دپاره امریکايي او نړیوال ملاتړ مشروط دی، اولسن


هیله کيږي په دغه په غونډه کې د ۷۰ نه زیات هېوادونه او ګڼ شمېر نړیوال سازمانونه ګډون وکړي .
هیله کيږي په دغه په غونډه کې د ۷۰ نه زیات هېوادونه او ګڼ شمېر نړیوال سازمانونه ګډون وکړي .

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن ویلي راتلونکې اونۍ په برسلز کې د افغانستان په سر نړیواله غونډه کيږي او په هغې کې به په مهمو مسلوباندې د پرمختګ دپاره غور کولی شي .

د نهې په ورځ د اکتوبر په څلورمه نېټه کېدونکې دغه غونډې کوربه به یورپي یونین او د افغانستان د ملي یووالي حکومت وي، هیله کيږي په دغه په غونډه کې د ۷۰ نه زیات هېوادونه او ګڼ شمېر نړیوال سازمانونه ګډون وکړي .

نزدې د ۱۵ کلونو جګړې او په اربونو ډالره نړیوال امداد وروستو اوس هم افغان حکومت نړیوالې مرستې ته اړتیا لري . ولې اولسن ویلي بې له وجې د امداد هیله ساتل نه دي پکار .

د اولسن په وینا (( د افغانستان دپاره د امریکا او نړیوالې ورورولۍ مرسته بیلنک چیک یا خالي چیک نه دی، زمونږ د ملاتړ ځینې شرطونه دي او دا شرطونه دافغان پرمختګ سره تړلي دي)). نوموړي دغه خبره د زیارت په ورځ جانز هاپکنز پوهنتون د لوړو زده کړو نړیوال سکول کې د وینا په وخت کړې ده .

هغه ویلي (( افغانستان سره زمونږ د پام وړ مرستې دوامداره ساتل د افغان حکومت د فعالیت او تکړه ملګري په توګه پاتې کېدو سره تړاؤ لري)) .

اولسن وایس اف امریکا ته ویلي افغانستان کې په څلورو خبرو نړیواله وروولي اندېښنې لري .

(( وړومبی دا چې د فساد(کرپشن) سره د مبارزې نورې ژمنې، ټاکنیزاصلاحات، مالي ثبات او بشري حقونو سره د ښځو د حقونو په لړ کې اصلاحات کول)) .

د برسلز غونډه په دې موخه راجوړيږي چې د افغانستان د حکومت لخوا د اصلاحاتو حقیقي پروګرام ومني، او دا چې د راتلونکو څلورو کالونو دپاره دافغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د رغونۍ او پرمختګ دپاره نړیوال سیاست مالي مرستې دوامداره ساتل یقيني کړی شي .

د جولایۍ په میاشت کې وارسا کې د نېټو سرمشریزې غونډې وروستو روان کال د افغانستان په اړوند دا دوېمه نړیواله غونډه راجوړيږي، چرته چې امریکا او نېټو غړو هېوادونو د افغانستان ځواکونو روزلو، مشورو سره د هغوې د مرستو کولو ژمنه کړې وه .

نوموړي دا هوکړه هم وکړه چې د افغانستان د امنیت او دفاعي ځواکونو دپاره به افغان حکومت ته د کال ۲۰۲۰م پورې هر کال پینځه اربه ډالره امداد ورکړی کيږي چې پکې زیاته برخه امریکا ورکوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG