لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به افغانستان کې پرمختګ لپاره پنځوس کروړه ډالر ورکوي

 دخارجه دفتر څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه له دې وړاندې هم پاکستان افغانستان لپاره دپنځوسو کروړو ډالرو امدادي پيکج ورکړى دکوم لاندې چې دبنيادي ځاندرې، تعليم او روغتيا څانګو کې روانې منصوبې پاې ته رسيدونکي دي او درې زره افغان طالب علمانو دمخه پاکستان کې داعلي تعليم وظيفې ترلاسه کړيدي.

پاکستان ګاونډي هيواد افغانستان کې داقتصادي پرمختګ منصوبو لپاره دنورو پنځوسو کروړو ډالرو ورکولو اراده څرګنده کړې او ويلي يې دي چې يو پرامنه، باثباته اؤ خوشحاله افغانستان پخپله دپاکستان لپاره ضروري دى.

افغانستان لپاره دمالي مرستې دورکړې په اړه برسلز کې کيدونکې غونډې ته دوينا په مهال دپاکستان خارجه مشاور سرتاج عزيز اعلان کړى چې هيواد به يې نورو دريوو زرو افغان طالب علمانو ته پخپل هيواد کې دانجنيرنګ،بنکارۍ او نورو څانګو لپاره داعلي تعليم وظيفې ورکوي چې مقصد يې افغانستان کې دادارو بيارغونه کې مرسته ورکول دي.

دخارجه دفتر څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه له دې وړاندې هم پاکستان افغانستان لپاره دپنځوسو کروړو ډالرو امدادي پيکج ورکړى دکوم لاندې چې دبنيادي ځاندرې، تعليم او روغتيا څانګو کې روانې منصوبې پاې ته رسيدونکي دي او درې زره افغان طالب علمانو دمخه پاکستان کې داعلي تعليم وظيفې ترلاسه کړيدي.

برسلز کې کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز يوځل بيا افغانستان کې اوږدمهاله امن لپاره سياسي مذاکرات يوه باوري لاره وګرځوله،هغه دافغان حکومت او حزب اسلامي ترمينځ دترسره شوي سولې دتړون ستاينه کړې او دپاکستان لخوا يې دافغانستان دجوړجاړي دعمل ددوامداره ساتلو ژمنه تکرار کړه.

دبرسلز غونډه دافغان مشرانو او اروپايي اتحاديې په ګډ ميلمستوب کې راجوړه شوې چې پکې داوياوؤ څخه دزياتو هيوادونو او تنظيمونو استازي شريک دي.

غونډې ته دوينا په مهال افغان ولسمشر اشرف غني خپل هيواد لپاره دددرنې بين المللي مرستې دخواست کولو په ترڅ کې اراده څرګنده کړې چې دهغه حکومت به هيواد کې دغربت دخاتمې هڅو ته پام ګرځوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG