دپاکستان دبلوچستان ايالت مچهـ سيمه کې دکويټې څخه پينډۍ ته دروان جعفر ايکسپريس سره نزدې پرله پسې دوه بمي چاودنې شوي چې له امله يې پينځه کسان وژل شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې مچهـ کې دآب ګم سره نزدې په تيريدونکي جعفرايکسپريس دوه چاودنې شوي دي.
ددغه چاودنې ذمه واري تردې مهاله چا نه ده قبوله کړې
دپاکستان دريلوى وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ويلي دي چې دجعفرايکسپريس ددوهمې ډبې لاندې چاودنه شوې ده،هغه چاودنه کې دڅلورو مسافرو دوژل کيدو اؤ١٦ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
دچاودنې له امله دريل ګاډي انجن او ډبو ته زيان رسيدلى او جعفرايکسپريس ته دچاودنو له امله دزيان رسيدو څخه وروستو دنورو ريل ګاډو تګ راتګ اودريدلىدى.
دچاودنو څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر او دامدادي ډلو غړي رسيدلي او ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
دپاکستان وزيراعظم نوازشريف دچاودنو سخته غندنه کړې او اړونده چارواکو ته يې پيښه کې دککړو کسانو په ضد دګامونو اخستو امر کړى.