لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادي راهدارۍ کې پښتنو سره دهوکه شوې، اخترمېنګل


سردار اختر مېنګل د پاکستان د ځايي مطبوعاتو نه هم ګیله وکړه چې د بلوچستان په حالاتو يې سترګې پټې کړي دي .
سردار اختر مېنګل د پاکستان د ځايي مطبوعاتو نه هم ګیله وکړه چې د بلوچستان په حالاتو يې سترګې پټې کړي دي .

د بلوڅ ملت پاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل وايي د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې پښتنو سره دهوکه شوې ده . د نوموړي په وینا د وزیراعظم نوازشریف لخوا رابلل شوې ټول ګوندیزه غونډه د بلوچستان نا، بلکې د کشمیر په اړه وه ځکه يې پکې ګډون ونه کړو.

هغه وویل اقتصادي راهدارۍ باندې یې پښتنو مشرانو سره دوه درې ځلې ناستې شوي دي، بل دا چې پېښور اسلام اباد ته نزدې دی او چې کله پېښور کې څوک خبره راپورته کړي اسلام اباد والا زر ورسي غلي يې کړي .

((ما اول هغو ته ویلي ؤ چې دهوکه به درسره وکړي او دوېم ځل دی چې پښتنو مشرانو سره دهوکه وکړی شوه او چې مخکې څه کيږي هغه به کتلی شي)) .

هغه وویل مسله د سړک نه ده که نن سړک جوړ شي سبا یې واک د بل په لاس کې وي معني نه لري اوزیاته يې کړه اول دې صوبو ته پوره واک ورکړی شي کوم واک چې د پنجاب صوبې سره دی څنګه چې هغه نورو ملکونو سره تړونونه کوي دغه واک خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سندهـ سره نشته اول دې واک ورکړی شي د هغې وروستو به نورې خبرې کيږي .

اختر مېنګل وویل د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې چې د ګوادر کوم عکسونو خپرول کيږي بايدداسې وی هم . هغه زیاته کړ ه هلته اوس هم د څکلو اوبه نشته او په دغه پروژه چې ۴۶ اربه ډالره خرڅ کيږي د دومره پیسو نه یواځې ۹۰ملینه ډالره په بلوچستان کې کارولی شي او هغه هم په داسې کارونو چې ځايي خلکو ته يې ګټه نه رسي لکه په ګوادر کې نړیوال هوايي ډګر جوړول ځاې بې فايدې دي چې هغه خلک دومره غریب دي چې د ګاډي د کرايۍ پېسې نه لري .

د بلوڅ ملت پاله مشر په وینا بلوچستان کې د تعلیم او صحت بد حال دی او د صحت د بدحالۍ مثال يې په اتم اګست د کويټې په روغتون کې وکیلانو باندې د برید نه وروستو د طبي اسانیتاؤ په توګه ورکړو ، هغه وویل په دغه پېښه کې د صوبې د سر وکیلان ووژل شو او د ۲۵ نه ۳۰ پورې ژوبل وکیلانو د وینې د اسانیتا د نشتوالي له امله ژوند د لاسه ورکړو .

هغه د نوم اخستو پرته وویل دغه پروژه د بلوچستان د اولس دپاره نا بلکې د بل چا دپاره ده او زیاته يې کړه د کال ۱۹۵۳م نه د سويي ګېس او دغه رنګ د بلوچستان وسایل تل لوټول شوي دي .

اختر مېنګل وویل زه نه يم پوهه چې دلته تل دوه مخيزې خبرې ولې کيږي ، (( په کال ۱۹۷۹م کې چې سویت یونین (روس) ‌په افغانستان راغلی ؤ د سوشلزم او کمیونزم په ضد جهادي تنظیمونه جوړېدل خو د چین سوشلزم مونږ ته په سر سترګو)) .

هغه وویل د چين په خبره علما کرام هم خاموشه دي . بلوڅ مشر وویل ۷۰ کاله خلک په دهوکه کې وساتل شو او زیاته يې کړه مونږ د یو ملک د پروژې پر ضد نه یُو خو چې ګټه يې اولس ته رسي .

د وزیراعظم نوازشریف لخوا په وروستیو کې رابلل شوې ټول ګوندیزه غونډه کې د ګډون نه کولو د پښتنې په ځواب کې نوموړي وویل هغه غونډه د بلوچستان په مسله نا بلکې د کشمير په اړه راغوښتل شوې وه ځکه يې پکې ګډون ونه کړو . او تر څو چې د بلوچستان په مسلو غونډه نه وي رابلل شوي ګډون به پکې نه کوي .

نوموړي بلوچستان کې د بدامنۍ، بلوڅانو بې درکه کېدواو ملک په موجوده حالاتو هم خبره وکړه او وې ویل د بلوچستان په دغو روانو حالاتو کې ځینو ځايي سردارانوته ګوته نیول کيږي او زیاته کړه چې مونږ یې زمه واري منو هم ، خو په اشاره سره یې وویل دا وخت چې ملک په کوم ځاې ودرول شوی دی ګاونډيان څه چې هغه قوتونه چا چې ته پاللی او لوې کړی يې هغه دې هم ملګرتیا نه کوي د دې زمه وار څوک دي؟ .

(( ایا خارجه پالیسي د بلوڅ سیاست مدارو په لاس کې وه معاشي پاليسي د چا په لاس کې وه د هغې زمه وار څوک دی)).

نوموړي د پاکستان د ځايي مطبوعاتو نه هم ګیله وکړه چې د بلوچستان په حالاتو يې سترګې پټې کړي دي . هغه وویل د دغو ټولو مسلو هوارولو او ملک د بچ کېدو یواځينی حل دا دی چې د یو بل پوره حقونه ومنل شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG