د ډيموکريټک ګوند صدارتي کاندیدې هیلري کلنټن او ریپبلکن ګوند کاندید ډونلډټرمپ ترمنځ دوېمه مباحثه د اتوار په شپه د مزوري ریاست په سینټ لويس کې واشنګټن پوهنتون کې ترسره شوې او دواړو د یو بل کړنې، د ګوندونو پالیسیانې او تګ لارې چېلنج کړي اوپوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي .
دواړو کاندیدانو د یو بل په کردار اخلاقي اقدارو، پوهې او کارکردګۍ باندې سوالونه راپورته کړي او ورسره يې د ملک په امنیت ښه کولو، داعش د مخې نیولو، ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د خاتمې او تجارت ته د ودې ورکولو دپاره د عملي اقداماتو کولو ژمنه کړې ده .
د مسلمانانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل د صدر ټاکل کېدو وروستو به هغه د مسلمانانو ملک ته داخلېدو په اړوند د سختو پوښتنو پالیسۍ باندې عمل کوي . هغه وویل دا دې دپاره چې هغه خلک امریکې ته رانشي کوم چې ( سخت دریزه اسلامي نظریاتو) باندې یقین ساتي او کومه خبره چې د امريکې د اقدارو سره په ټکر وي .
ټرمپ وویل پکار ده چې په امریکا کې مېشت مسلمانان د تُندروۍ په اړه په سمدستي ډول قانون پلي کوؤنکو ادارو ته خبر ورکوي . هغه په هیلري کلنټن او اوباما تور ولګوؤ چې دوې د ( تُندروه اسلام) توری نه کاروي او د هغه په وینا ( دا یو حقیقت دی) .
هیلري وویل امریکا د اسلام سره په جنګ نه ده بلکه دغه جګړه د داعش او نورو تُندروؤ انتهاپسندو پر ضد ده .
هغې وویل مسلمانان په امریکا کې د جارج واشنګټن د وخت نه مېشت دي او په دوې کې زیاتره پُرامن، بلاصلاحیته او ډېر کامیاب دي .
هیلري په ټرمپ تور ولګوؤ چې هغه د مسلمانانو، افریقايي امریکایانو او هسپانویانو دپاره سپک توري کاروي او په دغه کې هغې زیاته کړه ټرمپ په مبینه توګه د کيپټن همایون د کورنۍ پر ضد خبره کړې څوک چې یو ملي اتل دی چا چې د ملک دپاره قرباني ورکړې ده .
ټرمپ وویل که هغه صدر وی نن به کيپټن همایون ژوندی وی ځکه چې د هغه په وینا د عراق د جنګ فېصله سمه نه وه .
د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل چې امریکا ته د داخلېدو نه وړاندې د مسلمانانو نه به یواځې تحقیقات نه کيږي بلکې په خصوصي توګه د شام نه راتلونکو کډوالو نه به د وړاندې نه پوښتنې کولی شي چې کوم مشکوک تن ملک ته داخل نه شي .
د شام په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې هیلري کلنټن وویل چې هغه د امریکايي پوځ په شام کې د ځاې کولو په حق کې نه ده هغې وویل دغه تګ لاره به سمه نه وي .
هیلري د حلب ښار حالات يې تباه کُن وبلل او وې ويل د بشارالاسد حکومت بچ کولو دپاره روس د حلب په تباه کېدو پسې شوی دی .
هغې وویل د شام د کورنو جګړو په لړ کې به هغه د شام حکومت د جنګي جنایتونو په سر د قانون منګولو ته راولي .
د ټیکس په اړوند پوښتنې ته په ځواب کې ټرمپ وویل هغه ټیکس کمول غواړي او د هغه په وینا (کلنټن ټیکس زیاتول غواړي) .
په داسې وخت کې چې د جمعې په ورځ د ټرمپ هغه ویډيو خپره شوې چې پکې هغه د ښځو په اړوند سپکه وینا کړې او په دغه ویډیو خپله د ريپبلکن ګوند د سر مشرانو هم د هغه پر ضد بیانونه جاري کړي دي، ټرمپ ویلي هغه په دغه ویډیو بخښنه غوښتې ده .
ټرمپ ویلي دا ۲۰۰۵م کال خبره ده د یوې بندې کمرې ګپ شپ ؤاو په دغو خبرو هغه ویاړ نه کوي (( زه په هغې شرمنده یم او څه چې ویل شوي دي کرکه ترې کوم)) .
هغه وویل د ښځو قدر کوي خو د دې نه زیاتې مسلې موجودې دي چې په سمدستي ډول حل کولو ته اړتیا لري او د هغې یادګېرنه ضروري ده، هغه دا خبره رد کړه چې کله یې د کومې ښځې سره جسماني زیاتی کړی وي .
هیلري کلنټن وویل په تېر وخت کې يې د ريپبلکن ګوند د کاندیدانو د پالیسیو سره اتفاق نه کولو ولې هغه په وړومبي ځل د کوم ريپبلکن ګوند په کوم صدارتي نومول شوي کاندید باندې ګوته پورته کوي او د هغه په اړه د هغې وینا ده چې ( هغه د صدر جوړېدو دپاره مناسب نه دی) .
د ټرمپ د بخښنې د غوښتنې باوجود هیلري وویل په ویډیو کې هغه څه ښکاره کړی شوي دي کوم چې د هغې په وینا (ټرمپ اوس هم هغه رنګ دی) . هغې دا هم وویل چې ( ټرمپ د لږکیو، مسلمانانو او جنګي بندیانو پسې ملنډې هم کړي دي) .
ټرمپ د هیلري کلنټن په مېړه او پخواني صدر بل کلنټن باندې سپینه ماڼۍ کې د ښځو سره سپکې رويې تور لګولی دی .
ټرمپ ویلي د صدر جوړېدو وروستو به هغه د هیلري کلنټن لخوا د ۳۳زره بې درکه ایمیلو د پلټنو دپاره خصوصي استعاثه جوړوي، او که صدر جوړ شو نو هیلري به په جېل کې وي .
د مباحثې په اخره کې هیلري کلنټن وویل د ټرمپ د بچو دپاره احترام لري او ټرمپ وویل د هیلري کلنټن دغه خبره يې خوښه ده چې هغه کله هم ماتې نه مني او مېدان کې ټینګه ولاړه وي .