لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات حدیقه بشیر د اسیا د جینکو سفیره شوه


حدیقه وړومبۍ کم عُمره پښتنه پاکستانۍ جینۍ ده چې د اسیا د جینکو د حقونو د کميسون سفیره جوړه شوه .
حدیقه وړومبۍ کم عُمره پښتنه پاکستانۍ جینۍ ده چې د اسیا د جینکو د حقونو د کميسون سفیره جوړه شوه .

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات حدیقه بشیر د اسیا د جینکو سفیره ټاکل شوې ده ، د سکول زده کړې کوؤنکې حدیقې د تېرو څو کلونو راهسې په سوات کې د کم عمره جینکو د ودونو په ضد کمپاين چلوؤ .

حدیقه وړومبۍ کم عُمره پښتنه پاکستانۍ جینۍ ده چې د اسیا د جینکو د حقونو د کميسون سفیره جوړه شوه .

د هغې د سفیرې جوړېدو اعلان نن د ګل په ورځ په تائیوان کې په ځانګړو مراسمو کې وکړی شو او حدیقه بشیر ورته په خصوصي توګه بلل شوې وه ، حدیقې ته دغه اعزاز په داسې وخت کې ورکړی شو چې نن د جینکو نړیواله ورځ هم نمانځلی شوه .

ډیوه ریډیو سره په ځانګړو خبرو کې حدیقه بشیر وویل زه خوشحاله یم چې په کم عُمر کې راته دا اعزاز راکړی شو او د دې نه علاوه بله مهمه خبره دا ده چې دا د پاکستان د کومې جینۍ وړومبۍ بریا ده .

( زه به اوس په نېشنل او انټرنېشنل (ملي او نړیوال) سطحه د جینکو دپاره اواز پورته کوم،او زه به اوس یو نیټ ورک جوړوم او په هغې کې به د جینکو په مسلو خبرې کوؤ) .

هغه وویل د اسیا په کچ به یو ډله جوړؤ او په جینکو او ښځو باندې د تشدد او په کم عُمر کې د جینکو د ودونو پرضد به غږ پورته کوؤ .

حدیقې زیاته کړه زه خپل اعزاز په وروستیو کې په کويټه او مردان کې په ترهګر بریدونو کې د وژل شوؤ وکیلانو په نوم کوم ، ځکه چې دې خلکو د پاکستان د ازادۍ په غورځنګ کې ډېر مهم رول لوبولی دی .

د سوات دغې زده کړې کوؤنکې نزدې یو نیم کال وړاندې ډيوه ریډیو سره ځانګړې مرکه کې ویلي ؤ ( چې کور په کور ګرځي مبارزه کوي چې د وړو جینکو د ودونو لړۍ دې ودرول شي) .

د هغې وینا وه چې د زده کړو سره به دغه مبارزه دوامداره ساتي ځکه چې په کم عُمر کې د جینکو ودونه د هغوې په ژوند بدې اغېزې کوي، او زیاته يې کړه پلار او دکورنۍ نور غړي یې هم ورسره په دغه کار کې مرسته کوي .

هغې ویلي ؤ مونږ خلکو ته دغه پېغام رسوؤ چې د کم عُمره جینکو د ودونو په ځاې دې د هغوې د تعلیم او روزنې خیال وساتل شي ځکه چې دا به د دوې او د ټولنې د روښانه راتلونکې سبب وګرځي .

حدیقه بشیر ته تېر کال په امریکا کې د بشري حقونو یوه جایزه هم ورکړل شوې وه .

د سېلګرۍ سیمه سوات د کال ۲۰۰۹م راهسې د بدامنۍ او تُندلاریتوب سره مخ شوې او هلته د جینکو په تعلیم بندېز لګول شوی ؤ .

وروستو په دغه سیمه کې د وسله والو په ضد پوځي عملیات وکړی شو او علاقه پُرامنه وګرځول شوه خو په کال ۲۰۱۲م کې هم د سوات یوه کم عُمره زده کړې کوؤنکې ملاله یوسفزۍ (نوبېل جايزه ګټونکې) باندې وسله وال برید وشو ولې د دغه برید نه هغه روغه پاتې شوه .

ملاله یوسفزۍ به په سوات کې د طالبانایزیشن په ضد او جینکو د تعلیم او سکولونو ازادېدو دپاره په مطبوعاتو کې لیکنې کولې .

ملالې ته په دغه مبارزه په کال ۲۰۱۴م کې د نوبېل امن جایزه ورکړی شوه، او هغه اوس په ګرده نړۍ کې د جینکو د تعلیم دپاره هڅې کوي چې هرې جینۍ ته دې د زده کړو اسانیتاوې برابرې کړی شي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG