لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: پولیس مقابله کې اته ترهګر وژل شوي


 د پولیس سرتیرو په خپله دفاع کې ځوابي ډزې کړي اوچې کله نښته ختم شوه هلته د اته ؤ ترهګرو مړي ترلاسه شو)
د پولیس سرتیرو په خپله دفاع کې ځوابي ډزې کړي اوچې کله نښته ختم شوه هلته د اته ؤ ترهګرو مړي ترلاسه شو)

د پاکستان پنجاب صوبې په ډېره غازي خان سیمه کې د پولیسو په یوه مقابله کې اته مشکوک ترهګر وژل شوي دي .

د پولیسو د ترهګرۍ ضد عملیات کوؤنکې څانګې (سي ټي ډي) ویاند ویلي دوې ته دهړکه وه چې د محرم د عاشورې په مهال ترهګر منصوبه جوړوي چې د ملتان سره نزدې په شجاع اباد سیمه کې ترهګري وکړي او د هغوې په ضد د لټون عملیات وکړی شو.

د سي ټي ډي د ویاند ترمخه پولیس ته وروستو معلومه شوه چې د تحریک طالبان پاکستان او القاعده سره اړونده وسله وال د عملیاتو په نتیجه کې د ډېرغازي خان تومني روډ ته منتقل شوي دي.

ویاند ویلي د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه کې د سي ټي ډي ډلې په دغه ځاې چهاپه ووهله او وسله والو د سي ټي ډي په سرتیرو لاسي بمونه وویشتل.

( د پولیس سرتیرو په خپله دفاع کې ځوابي ډزې کړي اوچې کله نښته ختم شوه هلته د اته ؤ ترهګرو مړي ترلاسه شو).

د سي ټي ډي د ویاند ترمخه د پولیس سره نښته کې درې وسله وال په تېښته کې بریالي شوي او دوې یې لټون پېل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG