په کراچۍ ښار کې د رېنجرز ځواکونو د عملیاتو په مهال نښته کې څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
د رېنجرز ځواکونو لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د زیارت/پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه کې د ښار د ناردرن باي پاس سره نزدې ګډاپ ټاؤن سیمه کې د وسله والو په ضد عملیات ترسره شوي دي.
د رېنجرز ځواکونو ویلي چې دوې ته د استخباراتو نه دا خبر ؤ چې په دغه ځاې کې وسله وال او جرمونو کې ککړ کسان موجود دي، په دوې چهاپه ووهل شوه او په دغه مهال وسله والو سره نښته وشوه.
د نیم پوځي ځواک ویاند ویلي ((د رېنجرز سرتیرو علاقه په ګېره کې واخسته، وسله والو په سرتیرو برید وکړه، نښته وشوه او څلور وسله وال ووژل شو)).
هغه ویلي د وسله والو نه چاؤدېدونکي مواد او وسله هم ترلاسه شوې ده.
راپورونه وايي وژل شوي وسله وال او د هغوې نه ترلاسه شوې وسله پولیس ته ورکړی شوي او د وسله والو پېژندګلو لا نه ده شوې.
له دې وړاندې هم رېنجرز د دغه ډول مقابلو او وسله والو د وژنې ادعاوې کړي دي. رېنجرز ځواکونه د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د میاشتې راهسې په کراچۍ کې د شرخوښو، وران کارو په ضد عملیات کوي.
تير ماښام د کراچۍ په کورنګۍ علاقه کې یو پولیس تهاڼدار شهزاد اختر د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی ؤ.
راپورونه وايي لشکرجهنګوي العالمي عافیه صدیقي بریګيډ د پولیس افسر د وژنې زمه واري قبوله کړې ده.