لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خواوشا ٢٠٠ هيوادونه دګرين هاوس ګيسونو په محدودولو متفق


دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري په دې اړه ويلي دي چې دا دمخ په وړاندې تګ په اړه يو مهم ګام دى.

دماحولياتي تحفظ لپاره دنړۍ خواوشا ۲۰۰ؤ هيوادونو دګرين هاوس ګيسونو يعنې هايډرو فلورو کاربن محدودولو په اړه په يو تړون اتفاق کړى دى.

تيرکال دماحولياتي تحفظ په اړه پيرس کې دترسره شوي تاريخي تړون څخه وروستو نړيوالې ورورولۍ لپاره دا لمړى ازميښت و چې هغوي دهايډرو فلورو کاربنز يا ايچ ايف سي داخراچ په اړه څه پريکړه وکړي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري په دې اړه ويلي دي چې دا دمخ په وړاندې تګ په اړه يو مهم ګام دى.

دهايډرو فلورو لړ کاربنز لړ کې ويل کيږي ددې استعمال په تُندۍ سره سيوا کيږي کوم چې دنړيوال ماحولياتي خيچنوالي علت جوړيږي.

هايډروجن، فلورين او کاربن ډايي اکساييډ هاغه ګيسونه دي چې په فريزرو،ايرکنډيشنرو او سپرى کې کارولى شي.

روانډه کې ترسره شوې غونډه کې دټوله شپه روانو مذاکراتو څخه وروستو دخالي په سحر په دغه تړون اتفاق شوى دى، دکوم ترمخه چې به دکال دوه زره نوولسم دپيل څخه دهايډرو فلورو کاربنز استعمال کې په تدريجي توګه کمى راوستلى شي او دغو هيوادونو کې امريکا هم شامل ده.

نورو سلو هيوادونو چې پکې چين هم شامل دى، به دې لړ کې دکال دوه زره څليريشتم څخه دګامونو پورته کولو پيل کوي.

چين نړۍ کې دربن داخراج ترټولو لويې هيواد دى.

نور هيوادونه چې پکې هند،پاکستان او ځينې خليجي رياستونه شامل دي،هغوي وايي معيشت يې لا دترقۍ په پړاؤنو کې دى نو ځکه هغوي ته دې په دې تړون عمل درامد لپاره دکال دوه زره اته ويشتم پورې مهلت ورکړى شي.

ملګرو ملتونو ويلي دي دې لړ کې به راتلونکې غونډه کال دوه زره اوولسم کې ترسره کيږي چې پکې به په دې اړه غور کيږي چې هايډرو فلورو کاربنز کې کمي لپاره څومره اربه ډالر پکار دي.

XS
SM
MD
LG