لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : د دوو بسونو ټکر کيدو له امله ٢٧ کسان مړه


 دغه حادثه ددريجا پهاټک سره نزدې رامينځته شوې،دپېښې علت تر دې مهاله نه دى معلوم شوى.
دغه حادثه ددريجا پهاټک سره نزدې رامينځته شوې،دپېښې علت تر دې مهاله نه دى معلوم شوى.

دپاکستان دپنجاب ايالت درحيم يار خان په خان پور سيمه کې ددوو بسونو ترمينځ دټکر لهامله ٢٧ کسان مړه شوي او ٤٠ نور ژوبل شوي دي.

دغه حادثه ددريجا پهاټک سره نزدې رامينځته شوې،دپېښې علت تر دې مهاله نه دى معلوم شوى.

دپېښې ښکار يو بس دکراچۍ څخه لاهور او بل بس دفيصل اباد څخه صادق اباد سيمې ته روان و.

دپوليسو وينا ده چې مړو شو او ژوبل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

پيښه کې مړه او ژوبل شوي کسان دخان پور او رحيم يار خان هسپتالونو ته رسول شوي.

دپېښې دښکار شوو بسونو څخه دمړو او ژوبلو راويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي.

پاکستان کې له دې وړاندې هم دغه شان ټريفکي پيښې رامينځته شوي چې په وجوهاتو کې يې دډرائيورانو بې غوري اؤ دسړک خراب حالت شامل دي.

ديوې اندازې ترمخه پاکستان کې هرکال دټريفک مختلفو پيښو کې ١٦ؤ زرو څخه زيات کسان مړۀ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG