لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: امام بارګاه مخې ته چاؤدنه کې یو ماشوم مړ، ۲۴ ژوبل


د امام بارګاه مخې ته دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې امام بارګاه کې دننه مجلس روان ؤ.
د امام بارګاه مخې ته دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې امام بارګاه کې دننه مجلس روان ؤ.

د پاکستان تر ټولو غټ ښار کراچۍ کې د شیعه ګانو د يوې امام بارګاه مخې د لاسي بم په چاؤدنه کې یو ۱۳ کلن هلک وژل شوی، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې نور ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.

د پولیسو په وینا د کراچۍ ښار په لیاقت اباد سیمه کې د (در عباس) نومې امام بارګاه مخې ته نامعلومو موټر سائیکل سورو کسانو لاسي بم ویشتی او هغه چاؤدی دی.

د چارواکو په وینا د چاؤدنې په نتیجه کې ۱۳ کلن فراز وژل شوی، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې ۲۴ نور کسان ژوبل شوي دي.

د امام بارګاه مخې ته دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې امام بارګاه کې دننه مجلس روان ؤ.

پېښه کې ژوبل کسان عباسي شهید روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون د حادثاتي څانګې مشر ډاکټر جهانزېب رسنیو سره خبرو کې ویلي په ژوبلو کې د درېو ښځو روغتیايي حالت ښه نه دی او په نورو کې ځینې د درملنې وروستو لېږل شوي دي.

د کراچۍ د پولیس مشر اډيشنل ايي جي مشتاق مهر په وینا د محرم په میاشت کې د دوې ټول پام په مرکزي مجلسونو او جلسونو باندې وي چې ساتنه يې وکړي.

نوموړي وویل د شیعه ګانو ځینې مجلسونه په کورونو یا شخصي ځایونو کې روان وي او چې کوم حساس وي د هغو د ساتنې دپاره پولیس په ځاې کولی شي.

د پولیس مشر په وینا دوې دپېښې پلټنې پېل کړي دي.

د امام بارګاه مخې ته شوې لاسي بم چاؤدنې زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.

نزدې لس ورځې وړاندې په کراچۍ کې د پولیس د ترهګرۍ په ضد عملیات کوؤنکې څانګې سي ټي ډي چارواکو ویلي ؤ چې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو القاعده برصغیر، لشکرجهنګوي او سپاه صحابه نهه ترهګر يې نیولي دي.

د سي ټي ډي چارواکو ویلي ؤ نیول شوؤ ترهګرو په محرم کې په کراچۍ کې د ترهګرۍ منصوبه جوړوله، نیول شوي کسان او د هغوې نه ترلاسه شوې وسله رسنیو ته ښکاره کړی شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG