لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان طالبانو ډلې دسولې عمل کې خوښي لري،سرتاج عزيز


 دغه څرګندونې دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم نوازشريف مشاور سرتاج عزيز اسلام اباد کې دپاکستان او افغانستان دقانون سازانو، پخوانو چارواکو او مدني ټولنې دفعاله غړو ترمينځ غيرسرکاري غونډه کې کړي دي.
دغه څرګندونې دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم نوازشريف مشاور سرتاج عزيز اسلام اباد کې دپاکستان او افغانستان دقانون سازانو، پخوانو چارواکو او مدني ټولنې دفعاله غړو ترمينځ غيرسرکاري غونډه کې کړي دي.

پاکستان افغانستان کې جګړو کې بوختو خواوو سره دخبرو اترو پيل کولو خواست کړى او ويلي يې دي چې طالبانو سره دسولې او روغې جوړې لړ کې به دټاکلي افغان حکومت په ترجيحاتو عمل کوي.

دغه څرګندونې دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم نوازشريف مشاور سرتاج عزيز اسلام اباد کې دپاکستان او افغانستان دقانون سازانو، پخوانو چارواکو او مدني ټولنې دفعاله غړو ترمينځ غيرسرکاري غونډه کې کړي دي.

سرتاج عزيز ويلي دي پاکستان ګڼي چې طالب جنګيالو او جنګيدونکو نورو ډلو ته احساس کول پکار دي چې دکلونو په دې سفر کې افغانستان کې بدل شوى دى او ددغه هيواد يو واضحه اکثريت به تيروخت ته تلل خوښ نه کړي.

هغه وويل دسولې عمل کې دطالبانو شاملولو لپاره چې پاکستان څه کولى شي، کوي يې او داسې اشارې ترلاسه شوي چې په هغوي کې زياتره دغه عمل کې ورګډيدو کې خوښي لري.

دروانې مياشتې په پيل کې دګلبدين حکمتيار دډلې حزب اسلامي او افغان حکومت ترمينځ دسولې دتړون دهري کولو په ترڅ کې دپاکستان دخارجه چارو مشاور وويل دې سره به دخبرو اترو ميز ته راتللو لپاره دنورو حکومت مخالفه قوتونو ډاډګيرنه هم وشي.

طالبانو تردې مهاله افغان حکومت سره خبرو اترو کې دخوښۍ څرګندونه نه ده کړې او تيره اوونۍ هغوي دهاغو خبرونو په سختۍ سره ترديد کړى و چې پکې ويل شوي وو دطالبانو استازو قطر کې دافغان استخباراتي ادارې دمشر سره خفيه ليدنه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG