لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملي امنيت دخبر په ليک کيدو پرويز رشيد لرې کړل شوى


 څيړونکي اندازه څرګندوي چې په پرويز رشيد او څو نورو ورزيرانو تور دى چې ډان ورځپاڼې ته دغه معلومات هغوي ورکړي وؤ.
څيړونکي اندازه څرګندوي چې په پرويز رشيد او څو نورو ورزيرانو تور دى چې ډان ورځپاڼې ته دغه معلومات هغوي ورکړي وؤ.

پاکستان کې دملي امنيت ديوې غونډې په اړه دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې کې دخپور شوي يو مهم خبر دپلټنو په تناظر کې دپاکستان داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد څخه استعفا اخستل شوې او هغه ددغه څوکۍ څخه لرې کړى شوى دى.

څيړونکي او ناقدين وايي دبندو دروازو تر شا دملي امنيت په اړه دغونډې دمعلوماتو دليک کيدو اؤ ډاڼ ورځپاڼه کې دخپريدو وروستو دپاکستان مرکزي حکومت دپوځ لخوا سخت فشار سره مخ دى او هم له دې امله تيره ورځ دپنجاب وزيراعلي اؤ يو شمير وفاقي وزيرانو دې لړ دشوو پلټنو دپرمختګ څخه دپوځ سرلښکر هم خبر کړى ؤ.

په ډاګه دې وي چې تيره ورځ دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) تيره ورځ ويلي وو دخزانې وزير اسحاق ډار، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان او دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ارمي هاوس اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.

څيړونکي اندازه څرګندوي چې په پرويز رشيد او څو نورو ورزيرانو تور دى چې ډان ورځپاڼې ته دغه معلومات هغوي ورکړي وؤ.

خو دخالي په ماښام دپاکستان دوزيراعظم وياند مصدق ملک ميډيا سره خبرو کې ويلي دي ددغه معاملې پلټنې وروستي پړاؤ ته داخلې شوي او ددې دتفصيلاتو په اړه به دکورنو چارو وزير ميډيا خبروي.

دهغه وينا وه پرويز رشيد سره داطلاعاتو دوزارت قلمدان و نو ځکه هغه دپلټنو مکمليدو پورې په عارضي توګه ددغه منصب څخه لرې کړل شوى، خو دهغه په قول ددې مطلب دا نه دى پکار چې دخبر دليک کيدو ذمه واري په پرويز رشيد اچول شوې ده.

دډان ورځپاڼه کې هاغه خبر، چې پکې سياسي مشرانو پوځي مشرانو څخه هيواد کې دتندروه ډلو په ضد پرته له امتيازو څخه دګامونو اخستو غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې خپور شوى چې هندي،امريکايي او افغان چارواکو دتيرې څه مودې راهسې پاکستان څخه دترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه دګامونو اخستو غوښتنو کې زور راوستى.

خو دپاکستان پوځ او حکومت دريځ لري چې دترهه ګرو په ضد بغير دفرق څخه کوټلي ګامونه اخلي او دترهه ګريزو ډلو ترمينځ دښه او بد فرق هم نه کوي.

دخالي په ورځ دوزيراعظم نوازشريف ددفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه دملي امنيت دکميټې او ترهه ګرۍ دمخنيوي دملي تګلارې په اړه دځانه جوړ شوى خبر دملي امنيت څخه سرغړونه وه.

بيان کې ويل شوي دي تر دې مهاله دترلاسه شوو شواهدو ترمخه داطلاعاتو وزير دخپلو فرايضو ترسره کولو کې کوتاهي کړې او هغه ته دخپل منصب دپريښودو وينا شوې ده ترڅو روڼ انده پلټنې مکمل کړى شي.

دې لړ کې پلټنو لپاره يوه پلټنيزه کميټي هم جوړه کړې شوې ده، چې پکې داستخباراتي ادارې(ايي ايس ايي) ملټري انټلي جنس او انټلي جنس بيورو چارواکي شامل دي.

دبيان ترمخه کميټۍ ته ددغه پېښې دذمه وارانو او دهغوي دمقصدونو دپه ګوته کولو ذمه واري سپارل شوې ده.

دروانې مياشتې پيل کې ډان ورځپاڼې دبندې کمرې غونډه کې دترسره شوو خبرو اترو په اړه خبر ورکړى و چې سياسي مشرانو په پوځي مشرانو زور راوړى چې هغوې دي دناچله ډلو او غيررياستي عناصرو په ضد ګامونه واخلي ګنې دوهم صورت کې پاکستان په نړيواله کچه ديواځې والي سره مخ کيدى شي.

دپاکستان دحکومت او پوځ دواړو لخوا دغه لړ کې څو ځله بيانونه جاري کړل شوي او پکې دډان ورځپاڼې دغه خبر بې اساسه او ځان جوړ شوى ګرځول شوى خو دورځپاڼې وينا ده چې دملي امنيت ددغه غونډې په اړه دهغوي خبر سم دى او پکې دخپرو شوو معلوماتو دبيلا بيلو سرچينو څخه پخلى شوى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG