سعودي عرب ويلي دي دروانې مياشتې پيل کې يې دفټ بال دنړيوال کپ ٢٠١٨م لپاره دکواليفايي ميچ په مهال ښخ کړى شوى بم ناکاره کړى او داعش سره دتړلې ډلې ترهه ګر يې نيولي دي.
سعودي چارواکو اعلان کړى چې يوې ترهه ګريزې ډلې په ١١م اکتوبر دسعودي عرب او متحده عرب اماراتو ترمينځ دفټ بال دميچ په مهال الجواهره اسټيډيم څخه بهر ولاړ ګاډي کې بم ښخ کړى و، دلوبو دغه ميدان کې د٦٢٠٠٠ؤ پورې مينه والو دکښيناستو ګنجايش شته.
په کومه ورځ چې به بريد ترسره کيدونکى و ، دهغې څخه يوه ورځ دمخه څلور غيرملکي وګړي چې پکې دوه پاکستانيان، يو شامي او يو سوډاني شامل و، نيول شوي وؤ، چارواکو دا نه دي ويلي چې ايا دهغوي تعلق داعش سره دى که نه.
سعودي چارواکو ويلي شقرا ايالت کې دداعش ديو مشر په وينا په سعودي وګړو دمشتملو څلورو مشکوکو کسانو بلې ډلې دپوليس چارواکو دپه نخښه کولو پلان جوړ کړى و، خو ددغه منصوبې دعلمي کولو څخه دمخه هغوي نيول شوي وؤ.
يو بل بيان کې دسعودي دکورنو چارو وزارت دهاغو نهو مشکوکو کسانو نومونه خپاره کړي چې پکې اته دسعودي او يو دبحرين وګړى شامل دى، دغه کسان قطيف او ددمام ختيزو ايالتونو کې په امنيتي ځواکونو دبريدونو مشکوک سازش کې ککړ وؤ دغو سيمو کې دجنورۍ مياشت کې دمشهور مذهبي شيعه مشر دتيزندي کولو څخه وروستو دپوليسو دپه نخښه کولو او ډزو پېښو کې لړۍ مخې ته راغلې وه.