لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې دمخالفو ګوندونو په سلګونو کارکوونکي نيول شوي


 دورځپاڼې وينا ده چې  دمظاهرينو اسلام اباد ته درسيدو مخنيوي لپاره  دچناب، سُتلج او دريايى سندهـ په ګډون دبيلا بيلا سيندونو په پلونو کنټينرې لګول شوي او دغه پلونه بند کړى شوي دي.
 دورځپاڼې وينا ده چې  دمظاهرينو اسلام اباد ته درسيدو مخنيوي لپاره  دچناب، سُتلج او دريايى سندهـ په ګډون دبيلا بيلا سيندونو په پلونو کنټينرې لګول شوي او دغه پلونه بند کړى شوي دي.

پاکستان کې دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان ددغه هيواد په ستره محکمه غږ کړى چې دپوليسو لخوا دهغه دګوند دکارکوونکو دنيول کيدو دې پخپله نوټس واخلي.

بلخوا داسلام اباد هايکورټ په دوهم نومبر اسلام اباد کې دمخالف ګوند تحريک انصاف داحتجاج په اړه دټولو خواستونو اوريدنه مکمله او تحريک انصاف ته يې مقرر شوي ځايې پورې داحتجاج کولو امر کړى. عدالت ضلعي حکومت ته هم امر کړى چې ښار کې دې کنټينرې نه لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخالف ګوند تحريک انصاف دوزيراعظم نوازشريف دحکومت په ضد داحتجاج کولو په ترڅ کې په دوهم نومبر داسلام اباد ښار دبندولو پلان لري اؤ ددغه مقصد لپاره دپي ټي ايي مشر عمران خان ټول هيواد کې خپل کارکوونکو ته دحکومت لخوا خنډانو راولاړولو باوجود اسلام اباد ته درسيدو امر کړى دى.

جسټس شوکت صديقي امر کړى چې دډيموکريسي پارک څخه پرته به بل يو ځايې کې هم احتجاج نه شي کولى او انتظاميه دې باور ورکړي چې د ولسي وګړو حقونه په نه متاثره کيږي.

کال ٢٠١٤م کې اسلام اباد کې سياسي هلو ځلو او احتجاج لپاره دډيموکريسي پارک اؤ اسپيچ کارنر په نوم مقام ټاکل شوى

تيره اوونۍ داسلام اباد هايکورټ ضلعي انتظاميه دتحريک انصاف لخوا د وزيراعظم نوازشريف دحکومت په ضد په دوهم نومبر دکيدونکي احتجاج په مهال دکنټينرو لګولو او تحريک انصاف ګوند دخپل احتجاج په مهال داسلام اباد دبندولو څخه منعې کړى و.

که يو اړخ ته حکومت اسلام اباد ته دهيواد دبيلا بيلو سيمو څخه دتحريک انصاف دکارکونکو مخنيوي لپاره خنډان لګولي نو بل اړخ ته تحريک انصاف ګوند هم داسلام اباد دبندولو پخپلو اعلان قايم دى.

دپاکستان دډان ورځپانې ديو راپور ترمخه دپنجاب پوليسو ددغه ايالت بيلا بيلو سيمو کې دتحريک انصاف، عوامي تحريک مسلم ليګ(ق) دکارکوونکو په ضد لويه کارروايي پيل کړې ده.

دورځپاڼې وينا ده چې دمظاهرينو اسلام اباد ته درسيدو مخنيوي لپاره دچناب، سُتلج او دريايى سندهـ په ګډون دبيلا بيلا سيندونو په پلونو کنټينرې لګول شوي او دغه پلونه بند کړى شوي دي.

دپنجاب په بيلا بيلو سيمو کې په سړکونو ګڼ شمير چيک پوسټونه جوړ کړى شوي، پوليس دبسونو په تالاشۍ اخستو او مظاهرينو په نيولو کې بوخت دي.

دورځپانې ترمخه پوليس ددريواړو ګوندونو دمشرانو نيولو لپاره دهغوي په کورونو چاپې وهي ترڅو هغوي اسلام اباد ته لاړ نه شي.

ورځپاڼې دا هم ويلي دي چې داکتوبر د٣٠مې نيټې څخه ٨ نومبر پورې پنجاب کې دلګول شوې ١٤٤ دفعې په خلاف ورزۍ ددريواړو ګوندونو په سلګونو کارکوونکي نيولي دي.

اسلام اباد کې دخپل کور بني ګالا څخه بهر ميډيا سره خبرو کې عمران خان تور لګولى دى چې " (وزيراعظم) نوازشريف دامريت پيداوار دى او هغه په جمهوريت نه پوهيږي"

داسلام اباد دبندولو په اړه عمران خان وويل هرکله چې دهغه دګوند لس لکه کارکوونکي دغلته ورورسيږي نو پلازمينه به پخپله بنده شي.

خېبرپښتونخوا کې دګورنر راج لګولو په اړه په خبرونو دتبصرې کولو په مهال عمران خان وويل که چرې خېبرپښتونخوا ګې ګورنر راج ولګولى شو نو حکومت به په دغسې کولو سره خپله خاتمه نوره هم رانزدې کړي.

عمران خان پخپلو کارکوونکو غږ وکړو چې څنګه هم ممکن وي هغوي دې دټولو خنډانو باوجود اسلام اباد ته ددوهم نومبر داحتجاج لپاره ځان ورسوي.

عمران خان دا هم وويل چې دحکومت لخوا دهغه دګوند کارکوونکو دنيولو څخه بچ کيدو لپاره دتحريک انصاف کارکوونګو تګلاره جوړه کړې ده.

بلخوا دخېبرپښتونخوا ايالت وزيراعلي پرويزخټک په ډاګه کړې ده چې دتحريک انصاف کارکوونکي به دحکومت لخوا لګول شوي ټول خنډان لرې کوي او دصوابۍ انټرچينج څخه به ځانونه داسلام اباد بني ګالا ته رسوي.

نوښار کې يوې غونډې ته دوينا په مهال پرويز خټک وويل چې دپنجاب پوليس اسلام اباد ته دمارچ کوونکو تحريک انصاف دکارکوونکود "سونامي" مخه نه شي نيولى.

پرويز خټک دړکه کړې ده چې په دوهم نومبر اسلام اباد کې دپي ټي ايي احتجاج لپاره دهغه کاروان مخه ونيولى شوه نو هغه به هم وزيراعظم نوازشريف خېبرپښتونخوا کې کومې غونډې ته دوينا کولو څخه منعې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG