لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردن کې درې امريکايي پوځيان وژل شوي


 دډزو دغه پيښه کې يو امريکايي پوځي په موقع او دوؤ وروستو دعمان روغتون کې ساه ورکړې ده.
دډزو دغه پيښه کې يو امريکايي پوځي په موقع او دوؤ وروستو دعمان روغتون کې ساه ورکړې ده.

امريکايي چارواکي وايي اردن کې په يوه پوځي اډه دډزو پيښه کې درې امريکايي پوځيان وژل شوي دي.

دډزو دغه پيښه کې يو امريکايي پوځي په موقع او دوؤ وروستو دعمان روغتون کې ساه ورکړې ده.

داردن دپوځ لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه کوم ګاډي کې چې دغه پوځيان ناست وؤ

له دې وړاندې داردن دپوځ لخوا جاري شوي بيان کې ددوو پوځيانو دوژل کيدو يادونه شوې وه.

داردن پوځ ويلي دي امريکايي پوځيان يو ګاډي کې ناست او هغوي دپوځي مرکز په دروازه دګاډي اودرولو کې ناکامه شويدي.

دفضايې په مرکز الجعفر ايربيس دډزو پېښه کې يو امريکايي يو امريکايي عسکر او يو اردني افسر هم ژوبل شوي دي.

اردن کې امريکايي سفارت خانې دامنيت يوه ناکامي ګرځولې چې پکې امريکايي عسکر هم ککړ ؤ، دسفارت خانې وينا ده اړونده چارواکو سره به تماس نيسي، خو دې لړ کې نور جزئيات مخې ته نه دي راغلي.

اردن دامريکا يو نزدې ايتلافي دى او دامريکا لخوا ورته مالي مرستې ورکولى شي.

دامريکايي عسکري چارواکو وينا ده په سمدستي توګه دا نه شي ويل کيدى چې دا کوم قصدي عمل و يا دغلط فهمۍ نتيجه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG