لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا پاکستان به افغان ميرمن شربت ګله وطن ته ستنوي؟

 دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې يو عدالت شپږ څلويښت کلنه شربت ګله دپاکستان دجعلي شناختي کارډدترلاسه کولو په جرم کې دپينځلسو ورځو په بند زندان ته ليږلې وه، په هغې يې ديو لک لسو زرو روپو جرمانه لګولې اؤ دجيل څخه دراوتلو وروستو عدالت دهغې دملک بدرولو امر کړى.

په دې اړه متضاد راپورونه دي چې ايا پاکستان کې به چارواکي دشنو سترګو مشهوره افغان ميرمن شربت ګله خپل وطن افغانستان ته ستنوي که نه

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې يو عدالت شپږ څلويښت کلنه شربت ګله دپاکستان دجعلي شناختي کارډدترلاسه کولو په جرم کې دپينځلسو ورځو په بند زندان ته ليږلې وه، په هغې يې ديو لک لسو زرو روپو جرمانه لګولې اؤ دجيل څخه دراوتلو وروستو عدالت دهغې دملک بدرولو امر کړى.

دګل په ورځ دهغې دملک بدرولو توقعو وه، ځينې راپورونه وايي چې دغه ګام تر څو ورځو پورې ځنډول شوى، نور راپورونه وايي چې دهغې وطن ته ستنول اودرول شوي او وفاقي حکومت هغې ته دکډوالې دحيثيت په ورکولو غور کړى.

دافغان ولسمشر اشرف غني يو وياند ويلي دي کور(افغانستان) ته په ستنيدو افغان مشر هغې ته هرکلي او اوسيدو لپاره مرستې ته تيار دى.

بلخوا دافغان ميرمنې شربت ګلې يو وکيل وفي الله امريکا غږ ته ويلي دي دهغه موکله افغانستان ته دتللو خواهش لري.

دوکيلي وفي الله په وينا پېښور کې افغان قونصل جنرل او نورو چارواکو دګل په ورځ صوبايي هوم سکتر ته ليدنه کړې او هغه ته يې ويلي دشربت ګلې دملک بدرولو پريکړه به اودرولى نه شي.

دهغه وينا وه دافغان سفارت خانې هيئت شربت ګلې سره ليدنه کړې،شربت ګلې هغوي ته ويلي دلته داوسيدو هيڅ اراده نه لري،نو ځکه مقرر شوى وخت کوم چې دنهې په ورځ پوره کيږي او دشورو په ورځ دهغې دملک بدرۍ نيټه ده نو په دغه تاريخ هغه خپل هيواد ته ستنيدل غواړي

دخېبرپښتونخوا حکومت يو وياند مشتاق غني ويلي دي دهغه دګوند تحريک انصاف مشر عمران خان وزيراعلي پرويز خټک ته وينا کړې وه چې شربت ګلې ته دعلاج ضرورت دى نو ځکه که چرې هغه دلته اوسيدل غواړي نو ددې لپاره دې ګامونه واخلي.

دپاکستاني چارواکو وينا ده چې زندان ته دليږل کيدو پځايې شربت ګله دبشري خواخوږۍ په اساس هسپتال کې ساتل شوې چرته چې دهغې علاج روان دى.

په ډاګه دې وي چې په کال ١٩٨٤ء کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې دشربت بي بي عکس خپور شوى ؤ، په هاغه وخت کې شربت بي بي دپېښور سره نزدې دافغان کډوالو يو کيمپ کې ميشته وه او عمر يې ١٢ کاله ؤ.

ددغه عکس دخپريدو څخه وروستو دشنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى ؤ او دهغې لټون پيل کړى شوى ؤ، په کال ٢٠٠٢م کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى ؤ.

تيرکال چې کله پاکستان کې دجعلي شناختي کارډونو دپخلي عمل روان ؤ ميډيا کې خبرونه خپاره شوي وؤ چې افغان وګړې شربت بي بي او دهغې دوو ځامنو ولي خان او روف خان ته دپاکستان ملي شناختي کارډونه جاري کړى شويدي.

ددغو خبرونو دپخلي څخه وروستو نادرا دشربت بي بي او دهغې ددو ځامنو شناختي کارډونه منسوخ کړي وؤ.

دشربت بي بي او دهغې دکورنۍ شمير په هاغو لکونو افغان کورنو کې کيږي چې پخپل وطن افغانستان کې دجګړې له امله د١٩٨٠ء په لسيزه کې پاکستان ته په کډو کولو مجبورې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG