لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي جنګي الوتکو شام کې هدفونه په نخښه کړي


روسي جنګي الوتکو دشام په جنوب لويديز ښار اليپو کې هدفونه په نخښه کړي دي.

روس ويلي دي پوځ يې مهم عمليات پيل کړي چې پکې دشام دصوبې ادلب او حمص هدفونه په نخښه کولى شي.

روسي جنګي الوتکو دشام په جنوب لويديز ښار اليپو کې هدفونه په نخښه کړي دي.

دروسي ميډيا ترمخه ددغو هوايي بريدونو مقصد دتندروه ډلې داعش جنګيالي او دنصره محاذ جنګيالي په نخښه کول دي.

دروس ددفاع وزارت په دې خبره ټينګار کوي چې روسي بريدونه داعش او نورو تندروه هدفونو پورې محدود وؤ، ددفاع دوزارت يو وياند دميډيا هاغه راپورونه رد کړي چې پکې تور لګول شوى چې روسي جنګي الوتکې اليپو کې په يو روغتون بريد کې ککړې دې.

واشنګټن کې خارجه محکمې دنوو بريدونو له امله په ماسکو نيوکه کړې ده.

دخارجه محکمې يو وياند ويلي دي هغوي دروس لخوا شام کې دهوايي بريدونو دبيا پيل کيدو سخته غندنه کوي.

XS
SM
MD
LG