لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ـ جماعت الاحرار او لشکرجهنګوي العالمي  ډلې لاقانونه ګرځولي


د نېکټا په نوملړ کې د دغو دواړو ډلو شاملولو سره د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو شمېر ۶۳ ته رسېدلی دی.
د نېکټا په نوملړ کې د دغو دواړو ډلو شاملولو سره د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو شمېر ۶۳ ته رسېدلی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوونکې مرکزي ادارې نېکټا جماعت الاحرار او لشکرجهنګوي العالمي نومې وسله والې ډلې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو په نوملړ کې شامل کړي دي.

چارواکو ویلي جماعت الاحرار او لشکرجهنګوي العالمي ډلې یې په ملک کې په وروستیو کې د فرقه ییزه بریدونو د زمه وارو قبلولو پس لاقانونه وګرځولې.

د نېکټا په نوملړ کې د دغو دواړو ډلو شاملولو سره د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو شمېر ۶۳ ته رسېدلی دی. روان کال دا یواځينۍ ډلې دي چې بندېز پرې ولګول شو، تېر کال کې یواځې داعش ډله په دغه فهرست کې شامل کړی شوې وه.

راپورونه د کورنو چارو د وزارت د یو چارواکی له قوله وايي چې دغه پرېکړه څو ورځې وړاندې شوې وه، او د سندهـ صوبې سیکیورټي اسټبلشمنټ یو چارواکی ویلي په ۱۱م نومبر نېکټا د دغو ډلو نومونه په نوملړ کې اچولي دي.

لشکرجهنګوي العالمي ډلې په وروستیو کې خپل فعالیتونه سېوا کړي او په کراچۍ کې يې د ځینې فرقه ییزه بریدونو زمه وارۍ هم منلې دي.

جماعت الاحرار د پاکستاني طالبانو ډله ده دکومې په اړه چې ویل کيږي د پاکستان او افغانستان په پوله فعاله ده، دغه ډله په کال ٢٠١٤م کې دټي ټي پي يو پخواني کمانډر جوړه کړې وه چې سيمه کې يې ولسي وګړي،مذهبي اقليتونه،پوځ او قانون پځايې کوونکې ادارې په نخښه کړي دي.

امریکا هم د روان کال د اګست په میاشت کې جماعت الاحرار ډله دنړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړې وه، او پاکستان د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی ؤ.

جماعت الاحرار نومې ډلې په وروستیو کې په قبایلي سیمو کې بریدونو او پولیو ټیمونو باندې د حملو ترڅنګ د ستمبر په میاشت کې مومند ایجنسۍ کې جومات کې ځانمرګي برید چې پکې ۳۶ کسان وژل شوي، او د اګست په میاشت کې کويټه کې په روغتون کې وکیلانو باندې ځانمرګي برید چې پکې د ۷۰ نه زیات کسان وژل شوي وو، د دغه برید زمه واري هم جماعت الاحرار منلې وه.

د کويټې د برید زمه واري داعش هم قبوله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG