لاس رسیدونکی لینک

 
اېل او سي باندې نښته کې څلور کسان وژل شوي، ائي اېس پي ار
تازه خبر

اېل او سي باندې نښته کې څلور کسان وژل شوي، ائي اېس پي ار


پاکستان او هند تل په یو بل د اوربند د تړون د ماتولو تورونه لګوي، په کال ۲۰۰۳م کې د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه پوله د اوربند تړون شوی ؤ.
پاکستان او هند تل په یو بل د اوربند د تړون د ماتولو تورونه لګوي، په کال ۲۰۰۳م کې د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه پوله د اوربند تړون شوی ؤ.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د هندي پوځ لخوا په لائن اف کنټرول (د هند او پاکستان د کشمير ویشونکې پولې) باندې د هندي پوځ لخوا په ډزو کې د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر کې د یوې ښځې په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار نن د ګل په ورځ یو جاري کړي بیان کې دا هم ویلي چې د پاکستان د پوځ لخوا د هندي پوځ د ډزو په ځواب کې هاغه لوري ته درنه مرګ ژوبله اوختې او د شپږو هندي پوځي سرتيرو د وژنې پخلی پکې شوی دی.

ولې د هند له اړخه تراوسه پورې د دغه خبر کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

دوه ورځې وړاندې هم پاکستان ادعا کړې وه چې په لائن اف کنټرول باندې د هندي ځواکونو په ډزو کې څلور ماشومان وژل شوي وو. او د پاکستان خارجه دفتر ویلي د ګل په ورځ اسلام اباد کې د هند ډپټي هايي کمشنر خارجه دفتر ته راغوښتی شوی او د ماشومانو په وژنه ورته احتجاج شوی دی.

د دفتر خارجه د بیان ترمخه پاکستان په هند زور راوړی چې په لائن اف کنټرول باندې د اوربندتړون په ځای وساتي.

په وروستیو کې په لائن اف کنټرول باندې نښتو کې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې تراوسه پورې د ۳۵ کسانو د وژنې خبرونه مخې ته راغلي په کومو کې چې د ملکي وګړو ترڅنګ پوځي سرتيري هم شامل دي.

بل لور ته د هند د ولقې لاندې کشمير کې هم د ډزو په نتیجه کې د وژنو ویل شوي دي، او راپورونه وايي د لائن اف کنټرول د پولې دواړو غاړو ته خلکو د دغو ځایونو نه کډې کول پېل کړي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ د لانجمن کشمير په ویشونکې پولې لائن اف کنټرول باندې له دې وړاندې هم وخت په وخت د دواړو خواؤ نه د ډزو خبرونه مخې ته راغلي او په دغو نښتو کې مرګ ژوبلې هم رامنځته شوي دي.

پاکستان او هند تل په یو بل د اوربند د تړون د ماتولو تورونه لګوي، په کال ۲۰۰۳م کې د دواړو ملکونو ترمنځ په دغه پوله د اوربند تړون شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG