لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحیل د مخه ښې ليدنې پېل کړي


د جنرال راحیل شریف د دندې نېټه د روانې میاشتې (نومبر) په ۲۹م پای ته رسي او هم په دغه ورځ به د پوځ نوی سرلښکر دا چوکۍ سمبالوي.
د جنرال راحیل شریف د دندې نېټه د روانې میاشتې (نومبر) په ۲۹م پای ته رسي او هم په دغه ورځ به د پوځ نوی سرلښکر دا چوکۍ سمبالوي.


د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف چې د دندې موده يې پوره کېدو ته نزدې ده نوموړي د مخه ښې په لیدنو پېل کړی دی، په داسې کولو سره هغه اوازې هم د مینځه تلي چې به ویل کېده د نوموړي د جرنېلۍ وخت غځول کيږي.

د جنرال راحیل شریف د دندې نېټه د روانې میاشتې (نومبر) په ۲۹م پای ته رسي او هم په دغه ورځ به د پوځ نوی سرلښکر دا چوکۍ سمبالوي.

ولې د حکومت لخوا تراوسه پورې د نوي پوځي سرلښکر نوم مخې ته نه دی راغلی او په دغه اړوند ځايي مطبوعاتو باندې تاؤده بحثونه پېل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار مشر لفټننټ جنرال عاصم باجوه نن د ګل په ورځ په ټویټر باندې دا پېغام خپور کړی چې جنرال راحیل شریف د مخه ښې لیدنې پېل کړې.

د باجوه ترمخه جنرال راحیل د مخه ښې د لیدنو پېل د پنجاب صوبې سر ښار لاهور څخه وکړو او هلته يې د پوځ او رېنجرز د سرتيرو سره وليدل.

په دغه موقع د پوځ سرلښکر ویلي هغه ویاړي چې د یو غوره پوځ مشري يې وکړه.

د جنرال راحیل د دندې پوره کېدو او د هغې د وخت غځولو په اړه د روان کال د سر نه داسې اوازې وې چې د هغه د دندې وخت غځول کيږي ولې په هغه وخت هم د پوځ لخوا داسې بیان جاري شوی ؤ چې هغه به په خپل وخت دنده پرېږدي.

د پوځ نوی سرلښکر به څوک وي؟

د پاکستان د طاقتور ګڼل کېدونکي پوځ نوی سرلښکر به څوک وي؟ دا پرېکړه یا اعلان تراوسه نه دی شوی. ولې په پوځ کې دا وخت تر ټولو سینئر لفټننټ جنرال زبېر محمود دی، څوک چې په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې د چيف اف جنرال سټاف دنده په مخه وړي.

د هغه نه وروستو په دویم نمبر لفټننټ جنرال اشفاق ندیم دی څوک چې دا وخت د ملتان کورکمانډر دی. او بیا ورپسې لفټننټ جنرال جاوېداقبال رمدی او په څلورم نمبر لفټننټ جنرال قمر جاوېد باجوه دی.

د جنرال راحیل شریف دپاره دوه ځله د ملک په بیلا بیلو برخو کې داسې بېنرې لګېدلي چې پرې لیکل شوي ( د خدای دپاره تلو خبرې پرېږده) او بیا داسې چې ( د تلو خبرې زړې شوې د خدای دپاره اوس راشه). دغه بېنرې د یو غېر معروف تنظیم لخوا لګول شوې وې.

په وروستیو کې په پېنډې کې داسې بېنرې هم لګول شوي چې د اسمبلۍ غړي دې په ائین کې د سرکاري دندو ترسره کوونکو دپاره دې په سیاست کې د برخې اخستو دپاره دوه کاله موده یو کال ته راکمه کړي چې د ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې جنرال راحیل شریف برخه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG