لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: بمي چاودنه کې درې عسکر وژل شوي

 دروغتيايي چارواکو او عيني شاهدانو وينا ده چې دپېښور بشيراباد سيمه کې دسړک په غاړه يو ريموټ کنټرول بم ښخ کړى شوى او کله چې دسيمې څخه دايف سي يا مليشه ځواکونو يو ګاډى تيريدو نو يوه درنه چاودنه پرې وشوه چې له امله يې دايف سي درې عسکر حنيف جمال، ياسرالله او خالد ووژل شول.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې ديوې بمي چاودنې له امله درې عسکر وژل شوي او پينځه کسان ژوبل شوي دي.

دروغتيايي چارواکو او عيني شاهدانو وينا ده چې دپېښور بشيراباد سيمه کې دسړک په غاړه يو ريموټ کنټرول بم ښخ کړى شوى او کله چې دسيمې څخه دايف سي يا مليشه ځواکونو يو ګاډى تيريدو نو يوه درنه چاودنه پرې وشوه چې له امله يې دايف سي درې عسکر حنيف جمال، ياسرالله او خالد ووژل شول.

همدغه راز پيښه کې داعزاز علي، ظهور، او سيد وکيل ، بختي روان په نوم څلور عسکر او يو لاروى اصف ژوبل شوي هم دي دچاودنې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس او امدادي کارکوونکي رسيدلي او ژوبل کسان دعلاج لپاره دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته رسول شوي دي.

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو وينا ده چې چاودنه کې يو کلو ګرام پورې بارودي مواد کارول شوي دي.

دتندروه ډلې جماعت الاحرار وياند احسان الله احسان خبريالانو ته ليږلي يو بيان کې دپېښور بشيراباد سيمه کې دامنيتي ځواکونو په ګاډي دشوې دغه بمي چاودنې ذمه واري قبوله کړې ده اؤ ددې ترڅنګ يې ولس ته دامنيتي ځواکونو څخه دلرې اوسيدو خبردارى هم ورکړى دى.

دپاکستان پوځ او حکومت دعوه لري چې ضرب عضب عملياتو کې يې دترهه ګرو ملا ماته کړې خو دتيرو څو مياشتو دپاکستان بلوچستان ، خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې ځانمرګي بريدونو، بمي چاودنو او دترهه ګرۍ پېښو کې اضافه راغلې ده چې پکې په سلګونو کسان وژل شويدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG