لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل د١۰ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى

دې لړ کې دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دپوځ دمشر لخوا چې دکومو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى شوى هغوي ترهه ګرۍ، دبې ګناه خلکو،قانون پځايې کوونکو ادارو، تعليمي ادارو او مواصلاتي انفراسټرکچر او وسله والو ځواکونو وژنه کې ککړ دي.

دپاکستان پوځ وايي دپوځ سرلښکر جنرال راحيل دلسو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى دى.

دې لړ کې دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دپوځ دمشر لخوا چې دکومو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى شوى هغوي ترهه ګرۍ، دبې ګناه خلکو،قانون پځايې کوونکو ادارو، تعليمي ادارو او مواصلاتي انفراسټرکچر او وسله والو ځواکونو وژنه کې ککړ دي.

دپوځ وينا ده چې حنيف دعمر زرين ځوې،تيراه ګل، دخان ځوې، محمد ولي دفولاد خان ځوې، خايسته محمد دعبداجليل ځوې،علي رحمان دحبيب الرحمان ځوې، فضل علي دواحد ځوې، محمد علي دعبدالرحمان ځوې، نثار دسازخان ځوې،خيال جان دسيال جان ځوې او پايوجان داصل جان دناچله ګرځول شوو پاکستاني طالبانو دډلو( ټي پي ټي) اولشکراسلام غړي وؤ

دپوځ وينا ده چې دغو ترهه ګرو څخه چاوديدونکي موادي برامد شوي، په پوځيانو يې بريدونه کړي، پوځيان يې تښتولي،وژلي او ژوبل کړي او ددي ترڅنګ دسکولونو په ړنګولو کې هم ککړ وؤ او ټولو دعدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف هم کړىدى.

پېښور کې په ۱۶م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.

پاکستان کې ددغو پوځي عدالتونو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو دډلو له لوري نيوکې شوې وې ، دبشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

په ډاګه دې وي چې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په ٢٩م نومبر دخپلې عهدې څخه ريټايرکيږي.

په ٢٩م نومبر په دجنرال راحيل شريف دريټاير کيدو څخه وروستو دپاکستان وزيراعظم نوازشريف ترټولو لوړپوړي چارواکى دپاکستان دپوځ نوى سرلښکر ټاکي،نوازشريف به هاغه لمړى پاکستانى وزيراعظم وي چې په څلورم ځل به دپوځ سرلښکر ټاکي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG