لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال قمر جاويد باجوه دپاکستاني پوځ نوى سرلښکر ټاکل شوى


ليفټننټ جنرال قمر جاويد باجوه دا مهال دپوځ مرکزي دفتر جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې  دانسپکټر جنرال ټريننګ اينډ ايلوايشن په څوکۍ دنده ترسره کوي.
ليفټننټ جنرال قمر جاويد باجوه دا مهال دپوځ مرکزي دفتر جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې  دانسپکټر جنرال ټريننګ اينډ ايلوايشن په څوکۍ دنده ترسره کوي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف ليفټننټ جنرال قمر جاويد باجوه دځمکني پوځ نوى مشر ټاکلى،همدغه راز ليفټننټ جنرال زبير محمود حيات دګډو ځواکونو دکميټې مشر ټاکل شوى دى.

دواړو پوځي مشرانو ته دخالي په ورځ دجنرال په عهده ترقي ورکړى شوې ده او دواړه جنرالان به په ٢٩م نومبر دخپلو ، خپلو څوکو مشري سمبالوي.

دپاکستان په سرکاري ميډيا دجاري شوي بيان ترمخه ولسمشر ممنون حسين دوزيراعظم په مشورې سره دپوځ ددواړو لوړپوړو عهدو دګمارنې په احکاماتو لاسليک کړى.

ليفټننټ جنرال قمر جاويد باجوه دا مهال دپوځ مرکزي دفتر جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دانسپکټر جنرال ټريننګ اينډ ايلوايشن په څوکۍ دنده ترسره کوي.

له دې وړاندې هغه دلسم کور دکمانډر په څوکۍ درې ځله پاتې شوى او دهغه تعلق دانفنټري بلوڅ رجمنټ سره دى،هغه ددوه شپيتم پي ايم اى لانګ کورس فارغ التحصيل دى.

دځمکني پوځ موجوده سرلښکر جنرال راحيل شريف به په ٢٩م نومبر دپوځ دسرلښکر دڅوکۍ څخه ريټاير شي.

دپاکستان داساسي قانون لاندې دوسله والو پوځونو دمشرانو دګمارنې واک وزيراعظم لري.

دځمکني پوځ مقرر شوى نوى سرلښکر قمر جاويد باجوه دپوځ لوړپوړو افسرانو کې په څلورم نمبر ؤ، موجوده ليفټننټ جنرالانو کې ترټولو لوړپوړى مشر جنرال زبير حيات و او په دوهم نمبر ليفټننټ جنرال جاويد اقبال رمدى او په دريم ليفټننټ جنرال اشفاق نديم ؤ.

دپاکستان ددفاعي چارو مشهور تجزيه کار او پخواني بريګيډير سعد محمد خان امريکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې ويلي دي دهغه په فکر څلور واړه لوړپوړي ليفټننټ جنرالانو يو شان قابليت لرلو، خو دچا دپوځ دمشر ټاکلو ايني واک وزيراعظم لري.

دهغه په وينا دقمر جاويد دپوځ دسرلښکر دټاکلو يو علت دا هم کيدى شي چې هغه دجنرال راحيل شريف پشان دپوځ سياسي چارو کې په مداخلت باور نه لري.

هغه وويل دپوځ نوي مشر ته به ګڼ چيلنجونه پيښ وي چې پکې دپاکستان او هند ترمينځ په ويشونکې کرښه( لاين اف کنټرول) او دترهه ګرۍ په ضد دجګړې ترڅنګ امريکايي انتظاميې سره اړيکې هم يو چيلنج کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG