لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فیدل کاسترو په مړینه کیوبا کې ماتم


 کاسترو د ۹۰ کالو په عمر کې مړ شوی دی.
 کاسترو د ۹۰ کالو په عمر کې مړ شوی دی.

د کیوبا پخواني صدر فیدل کاسترو په مړینه نهه ورځنی ماتم دی او د کیوبا ملي بېرغ نیمکښو دی.

د نیمې پېړۍ پورې د دغه کمیونسټ مشر فیدل کاسترو د واکمن په توګه پاتې کېدو د مړینې په خبر ټول خلک او په ځانګړي ډول ځوانان په سړکونو راوتي او بېرغ يې پورته کړی ؤ اود ((زه فیدل یم)) شعارونه يې پورته کول.

د کاسترو په مړینه د ماتم په ورځو کې د شرابو په خرڅ بندېز لګول شوی او د ساعت تيري هر ډول دستورې ځنډول شوي دي.

د فیدل کاسترو ورور او موجوده صدر راول کاسترو د جمعې په ورځ ناوخته د فیدل کاسترو د مړ کېدو اعلان کړی ؤ.

کاسترو د ۹۰ کالو په عمر کې مړ شوی دی.

پلازمینه هوانا کې د انقلابي څلور لارې او ختیځ سانیتاګو ښار کې کاسترو ته د عقیدت پيرزونو وړاندې کېدو په موخه لاریونونه راویستل شوي دي.

د یو کروړ او لس لاکه ابادۍ والا ټاپو ډوله کیوبا ورځپاڼو د فیدل د مړينې په ماتم کې په روایتي توګه بانې د سُور رنګ په ځای خپلو ورځپاڼو کې تور رنګ کارولی دی.

د هوانا یو ۶۰ کلن تن رافېل اوربی ویلي (( زما دپاره وړومبی زما مور، زما بچي، زما پلار او بیا فیدل هم دی))، هغه ويلي وړومبی عمر يې د مرکزي سیمې نه لرې یوه پسمانده علاقه کې تېر کړی چرته چې د څکلو اوبه هم نه وې.

(( مونږ یواځې غریبانان نه بلکې تباه وو، بیا فیدل راغلو او انقلاب راغی، هغه مونږ ته انسانیت راکړو زما هرڅه د هغه دي)).

فیدل کاسترو په ځوانۍ کې ګوریلا تحریک پېل کړی او د هغه وخت آمر فلګینسیو بتیستا پوځ ته يې ماتې ورکړې او په کال ۱۹۵۹م کې يې د کیوبا واک سمبال کړی ؤ، نوموړي په کال ۲۰۰۸م کې خپل ورور راول کاسترو ته د ملک صدارت ورکړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG