لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ائي خان:دتیلو بهرملکي کپمنۍ تښتول شوي کارکوونکي لا ورک دي


د دغه ځای پوله د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان سره لګېدلې ده.
د دغه ځای پوله د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان سره لګېدلې ده.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا جنوبي سیمې ډیره اسماعیل خان د لرې پرتې علاقې درازنده نه نامالومو وسله والو د پولېنډ د تیلو او ګېس یوې کمپنۍ شپږ ځايي کارکوونکي تښتولي دي.

رویټرز خبري ادارې ويلي د جیوفیزیکا کراکو نومې کمپنۍ دغه شپږ کارکوونکي د خالي په ورځ د ماسپخین نه وروستود ډيره اسماعیل خان نه ۸۰ کلوميټره لرې په ګاډو کې روان وو او د هلته نه تښتول شوي دي.

راپورونه وايي تښتول شوي کارکوونکي تر دې دمه ورک دي. او تراوسه پورې چا هم د دغو کسانو د تښتولو زمه واري نه ده قبوله کړې.

ځینې راپورونه وايي د تښتول شوؤ کسانو ډرائیور راخوشي کړی شوی خو په دې کره مالومات هم نشته.

دا علاقه د چرته نه چې دغه کسان تښتول شوي له دې وړاندې هم د دې ځای نه د تحریک طالبان پاکستان وسله والو خلک د تاوان یا پیسو اخستو دپاره او بیا د خپلو بندیانو خوشي کېدو په موخه تښتولي دي. د دغه ځای پوله د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان سره لګېدلې ده.

د پولېنډ د تيلو او ګېس د کپمنۍ لخوا د تښتول شوؤ کارکوونکو په اړوند کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.

په کال ۲۰۰۸م د اټک سیمې نه پاکستاني طالبانو د پولېنډ د یوې کمپنۍ کارکوونکی انجینئیر تښتولی ؤ او څو میاشتو وروستو يې ترې بیا سر غوڅ کړی ؤ.

پاکستان کې که څه هم په تېرو څو کلونو کې امنیتي وضع ښه شوې ولې بیا هم د افغانستان په پوله پرتې سیمې په خصوصي توګه د بهرملکیانو دپاره خطرناکې ګڼل کيږي.

د لري والي او ژورتیا له کبله دغو سیمو ته رسد په ګرانه کيږي او دا د یوې اوږدې مودې پورې د القاعده، طالبانو او نورو وسله والو جنګیالو ډلو دپاره د خوندي ځالې په توګه پاتې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG