د خېبرپښتونخوا جنوبي سیمې بنو سره جوختې پرتې نیمې قبایلي علاقې اېف ار بنو کې نامالومو وسله والو د امن لښکر ځايي مشر په ډزو وژلی دی.
د چارواکو په وینا دغه پېښه تېر ماښام په جاني خېل علاقه کې رامنځته شوې ده او وسله والو ملک شاور ګل وزیر د کور مخې ته په هدف کړی دی.
چارواکو ویلي وسله وال په ملک پسې په موټر کې راغلي او ډزې يې پرې کړي او هغه ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی او وسله وال د موقعې څخه په تېښه کې بریالي شوي دي.
د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې.
ملک شاورګل وزیر ځایي مشراو د سیمې خلکو ستونزې به یې د پولیټکل انتظاميې مخې ته اېښودې او ځايي امن لښکر کې مهم رول لوبوؤ.
د وژل شوي ملک د کورنۍ سرچینو ویلي د هغه د چا سره شخصي دښمني نه وه.
څلور ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې هم ځايي مشر ملک صاحب ګل وزیر هم نامالومو وسله والو په هدف کړی ؤ.
نیمه قبايلي علاقه د شمالي وزیرستان په پوله پرته علاقه ده او په دغه علاقه کې د شمالي وزیرستان کډوال مېشت دي، اېف ار بنو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت ځايي مشران په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.