لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ايران امريکايي بنديزونو کې دلسو کلونو دپراختيا بل منظور


دامريکا ددواړو ګوندونو دقانون سازانو وينا ده چې دغه ګام تهران سره دترسره شوي بين المللي جوهري تړون نفاذ لپاره ضروري دى.
دامريکا ددواړو ګوندونو دقانون سازانو وينا ده چې دغه ګام تهران سره دترسره شوي بين المللي جوهري تړون نفاذ لپاره ضروري دى.

دامريکا سينيټ په ايران داقتصادي بنديزونو په اړه ايکټ کې دپراختيا منظوري ورکړې ده.

دامريکا ددواړو ګوندونو دقانون سازانو وينا ده چې دغه ګام تهران سره دترسره شوي بين المللي جوهري تړون نفاذ لپاره ضروري دى.

دزيارت په ورځ سينيټ کې دمنظور شوي دې بل حق کې ٩٩ ووټونه اچول شوي او مخالفت کې يې کوم ووټ نه ؤ، خو دورماؤنټ څخه دسينيټ ازاد غړي برني سينډرز درايې اچولو عمل کې برخه نه ده اخستې.

دامريکا داستازو ايوان کې دمخه دغه بل ديو په په مقابله کې په ٤١٩ ووټونو سره منظور شوى.

ددغه بل لاندې په ايران دبنديزونو موده کې لسو کلونو لپاره دپراختيا منظوري ورکړې شوې ده او اوس به دا ايکټ د ولسمشر براک اوباما لاسليک لپاره هغه ته ليږلى شي.

دريپبلکن او ډيموکريټک دواړو ګوندونو دقانون سازانو دريځ دى چې امريکا ته په ايران خپل اثرورسوخ برقراره ساتل پکار دي.

تيرکال ايران سره دترسره شوي جوهري تړون څخه وروستو دغه بنديزونه په جزوي توګه ختم کړى شوي وؤ خو دقانون سازانو وينا ده چې دغه بنديزونه پځايې ساتل پکار دي.

کينټکي څخه دريپبلکن سينيټر او سينيټ کې اکثريتي مشر مچ ميکونل ويلي دي دايران دجارحانه کردار او ددغه هيواد څخه تسلسل سره مينځني ختيز کې دخپل اثرورسوخ ددايرې دغزولو دهڅې په تناظر کې دغه بنديزونه پځايې ساتل ضروري دي.

ايراني چارواکو په دغه بل نيوکه کړې او دريځ يې خپل کړى چې دغه بل دجوهري تړون څخه سرغړونه ده.

په ډاګه دې وي چې دامريکا نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ دخپل صدارتي مهم په مهال ايران سره په ترسره شوي جوهري تړون نيوکه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG