لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"امن لپاره پاک امريکا اړيکې مهمې دي"


 واشنګټن کې دپاکستاني سفارتخانې لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه خبره دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو ځانګړي مرستيال طارق فاطمي او دامريکا مرستيال خارجه وزير انټوني بلنکن ترمينځ ليدنه کې شوې ده.
واشنګټن کې دپاکستاني سفارتخانې لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه خبره دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو ځانګړي مرستيال طارق فاطمي او دامريکا مرستيال خارجه وزير انټوني بلنکن ترمينځ ليدنه کې شوې ده.

پاکستان او امريکا اتفاق کړى چې دسيمې او نړۍ امن لپاره ددواړو هيوادونو اړيکې مهم دې دکومو دپياوړتيا لپاره چې کار نوې امريکايي انتظاميه کې هم دوامداره پاتې کيدل پکار دي.

واشنګټن کې دپاکستاني سفارتخانې لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه دغه خبره دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو ځانګړي مرستيال طارق فاطمي او دامريکا مرستيال خارجه وزير انټوني بلنکن ترمينځ ليدنه کې شوې ده.

طارق فاطمي دا مهال ديو هيئت ترڅنګ دامريکا په سفر دى ، دلته به هغه نومبر کې دترسره شوو صدارتي ټولټاکنو کې دمنتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ډلې سره ليدنې کوي.

دبيان ترمخه دګل په ورځ فاطمي دامريکا خارجه محکمه کې بلنک سره ليدنه کړې چې پکې هغه ددې هيلې څرګندونه کړې چې امريکا کې داقتدار دمنتقلۍ دپړاؤ مکمليدو څخه وروستو به دواړه خواوې خپل تماسونه بحالوي.

ليدنه کې ددوه اړخيزه اړيکو جاج اخستو لپاره دامنيت، دفاع، ترهه ګرۍدمخنيوي او اقتصادي مرستې څانګو کې په شوو برياليتوبونو داطمينان څرګندونه شوې ده.

بيان کې ويل شوي دي دامريکا مرستيال خارجه وزير بلنکن سيمه کې امن او ثبات لپاره دپاکستان دهڅو ستاينه کړې او خواوشا څلورو لسيزو پورې يې دافغان کډوالو په ميلمستيا کولو او دهغوي داوسيدو موده کې په پراختيا راوستو دپاکستان ستاينه کړې ده.

ليدنه کې دپاکستان او هند ترمينځ دويشونکې کرښې( لا ين اف کنټرول) او هند سره په ورکنګ باؤنډرۍ دتاؤتريخوالي په چارو هم خبرې شويدي.

پاکستاني چارواکو اوسنو اوونو کې په کنټرول لا ين د ولسي وګړو دوژل کيدو په اړه دامريکا دبهرنو چارو وزير خبر کړيدى.

بلنکن دې لړ کې امريکايي دريځ تکرار کړى او ويلي يې دي جنوبي اسيا کې تاوتريخوالي کې کمي او دسيمې ددوو لويو هيوادونو ترمينځ دنزدې مرستې ضرورت دى.

وروستو خبريالانو سره خبرو کې دپاکستاني وزيراعظم ځانګړي مرستيال طارق فاطمي وويل پاکستان دبين المللي ورورولۍ ديو فعاله غړي په توګه په سيمه ييز او نړيواله کچه خپل کردار ادا کول غواړي او دافغانستان په ګډون سيمه کې دامنيت دټينګښت لپاره به خپل کردار ادا کول دوامداره ساتي.

دهغه په قول امريکا ته دهغه دسفر مقصد نوې امريکايي انتظاميې سره رابطې مضبوطول دي ترڅو دوه اړخيزه اړيکې مخ په وړاندې لاړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG