لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش دتاريخي پلميرا ښار بيا قبضه کولو لپاره ناڅاپي حمله کړې


 ددواړو خواوو ترمينځ جګړه کې دغه شدت وروستو له هغې راغلى چې دداعش جنګيالو په ختيځ هومز ايالت کې په خواوشا دولسو حکومتي ځايونو قبضه وکړه چې پکې دپلميرا ښار خواوشا کې ستراتيژيکي سيمې هم شامل دي.
ددواړو خواوو ترمينځ جګړه کې دغه شدت وروستو له هغې راغلى چې دداعش جنګيالو په ختيځ هومز ايالت کې په خواوشا دولسو حکومتي ځايونو قبضه وکړه چې پکې دپلميرا ښار خواوشا کې ستراتيژيکي سيمې هم شامل دي.

دسيمه ييزو راپورونو او يوې څارونکې ډلې وينا ده چې د تندروه ډلې داعش دجنګيالو او شام دحکومتي ځواکونو ترمينځ دتاريخي ښار پلميرا خواوشا کې نښتې پيل شويدي.

ددواړو خواوو ترمينځ جګړه کې دغه شدت وروستو له هغې راغلى چې دداعش جنګيالو په ختيځ هومز ايالت کې په خواوشا دولسو حکومتي ځايونو قبضه وکړه چې پکې دپلميرا ښار خواوشا کې ستراتيژيکي سيمې هم شامل دي.

ياغي پلوه پلميرا رابطه کميټۍ په ټويټر يو بيان کې ويلي داعش دپلميرا شمال لويديز کې دالموحر تيلو دميدان واک ترلاسه کړى.

داطلاعاتو ترمخه دکومو سيمو څخه چې دشام امنيتي ځواکونه پشا شوي داعش هلته په دروند مقدار کې وسله هم قبضه کړې دي، شامي جنګي الوتکو دجمعې په ورځ دداعش دجنګيالو دپشا کولو لپاره سيمه کې بمباري کړې وه

دبشري حقونو دفعالينو وينا ده داعش په هومز کې دغه بريد دومره ناڅاپي کړى چې حکومت پلوه ځواکونه يې حيران کړيدي.

برطانيه کې دقايمې بشري حقونو دڅارونکې ډلې وينا ده چې دزيارت دورځې راهسې شامي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله رسيدلې ده.

ددغه ډلې وياند رمي عبدالرحمان ويلي دي که چرې داعش همدغه شان پرمختګ دوامداره وساتلو نو دپلميرا ښار کنټرول څه وخت هم ترلاسه کولى شي.

هغه ويلي دي داسې ښکاري چې دداعش ددغه بريد لپاره تر ډيره وخته منصوبه بندي کړې وه.

شامي حکومتي ځواکونو دمارچ په مياشت کې دپلميرا ښار قبضه دداعش څخه بيرته اخستې وه، داعش ددغه تاريخي ښار مهمې برخې تباه کړې وې.

عبدالرحمان وي او اى ته ويلي داعش پلميرا ښار کې ددې دنړيوال ارزښت له امله دلچسپي اخلي او ددې مقصد په اصل کې موصل کې چې څه روان دي دهغې څخه دنړيوالې ټولنې پام ګرځول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG