لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دقبایلو د بشري حقونو په اړه نړۍ او ملګري ملتونه نه خبروي


د قبايلي سيمو بشري فعالان وايي چې په دغه سيمه کې د تېرې يوې مودې نه انسان وژنې وشوې، بدامني روانه ده او د پاکستان جوړېدو راهسې دا سيمې شا ته پاتې کړی شوي دي.
د قبايلي سيمو بشري فعالان وايي چې په دغه سيمه کې د تېرې يوې مودې نه انسان وژنې وشوې، بدامني روانه ده او د پاکستان جوړېدو راهسې دا سيمې شا ته پاتې کړی شوي دي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بشري حقونو کارکونکي وايي ، پاکستان د قبایلي سیمو د بشري حقونو وضعیت په اړوند ملګري ملتونه او نوره نړۍ ناخبره ساتي.

په داسې حال کې چې نن د دسمبر په لسمه نېټه د بشري حقونو نړيواله ورځ نمانځل کيږي د قبایلي سیمو (فاټا) د بشري حقونو د سازمان مشر زرعلي افريدي وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خبرو کې ویلي، پاکستان د خپلو نورو څلورو واړو صوبو د بشري وضعيت په اړه وخت په وخت ملګري ملتونو ته راپور ورکوي ولې په دغه راپور کې د قبايلي سيمو هېڅ ذکر نه کوي.

د نوموړي په وېنا چې پاکستان د قبايلي سيمو په اړوند د بشري حقونو راپور ځکه نه ورکوي چې په دغو سيمو کې اولس ته بنیادي بشري حقونه نه دي ترلاسه. زرعلي وايي چې د پاکستان په نورو سيمو کې بشري، ائيني او مدني حقوق وګړو ته ترلاسه دي خو په پاکستان کې دغه حقونه فاټا ته نه ورکول کېږي.

په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو لپاره کارکونکي وايي، په دغه سيمه کې د تېرې يوې مودې نه انسان وژنې وشوې، بدامني روانه ده او د پاکستان جوړېدو راهسې دا سيمې شا ته پاتې کړی شوي دي.

د قبايلي سيمو د بشري حقونو د سازمان مشر زرعلي افريدي د وايس اف امريکه ډيوه رېډيو خبريال ارشد مومند سره مرکه کړې، په لانديني لنک يې واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:24 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG