دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر بغداد ته رسيدلى چرته چې به هغه دامريکايي کمانډرانو او عراقي مشرانو سره ليدنو کې شمالي عراقي ښار موصل دتندروه ډلې داعش څخه دازادولو لپاره دعملياتو جاج اخلي.
له دې وړاندې دخالي په ورځ بحرين کې کارټر اعلان کړى و چې امريکا به دوه سوه نور پوځيان شام ته ليږي کوم چې به دداعش په ضد جنګيدونکو سيمه ييزو جنګيالو ته تربيه او صلاح مشوره ورکوي.
دا مهال شام کې درې سوه او عراق کې پينځه سوه امريکايي پوځيان موجود دي.
دعراق په دوهم لويې ښار موصل دوه کاله دمخه داعض قبضه کړې وه دکومې خلاصول چې دعراقي خپلواکۍ دبحالۍ لپاره مهم ګڼلى شي، خو دتندلارو څخه دازادولو وروستو دغلته دسياسي بې ثباتۍ چيلنج رامخې ته کيدى شي.
بحرين کې بين المللي امنيتي کانفرنس ته دوينا په مهال کارټر ويلي وو دموصل او شامي ښار رقه دقبضې خلاصولو جګړه داعش ته ماتې ورکولو کې زيات ارزښت لري.
هغه دا خو نه دي ويلي چې دا جګړه به ترڅو روانه وي خو هيله يې څرګنده کړې ده چې دداعش ورځې دشمير دي.