لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا:قطري شهزادګانو ته دساړې دښکار اجازې ورکولو څخه انکار


 داطلاعاتو ترمخه دپاکستان مرکزي حکومت ددغه مرغۍ ښکار لپاره صوبې ته خواست کړى و.
داطلاعاتو ترمخه دپاکستان مرکزي حکومت ددغه مرغۍ ښکار لپاره صوبې ته خواست کړى و.

دخېبرپښتونخوا حکومت دقطر شهزادګانو ته دختميدو دخطرې سره دمخ نايابه مرغۍ ساړې صوبه کې دښکار داجازې ورکولو څخه انکار کړى دى.

داطلاعاتو ترمخه دپاکستان مرکزي حکومت ددغه مرغۍ ښکار لپاره صوبې ته خواست کړى و.

دصوبايي چارواکو وينا ده چې داتلسم بدلون څخه وروستو دځنګلي حيات محکمه هم صوبو ته منتقل شوې ده او دخېبرپښتونخوا حکومت به ددغه مرغۍ په ګډون دختميدو دخطرې سره دمخ مرغو او ځناورو دښکار اجازه نه ورکوي.

ديخنۍ موسم کې په لويې شمير کې دپاکستان مخه کوي او ددې ښکارۍ کښې خوښي لرونکي دخليج او عرب رياستونو دشاهي کورنو غړي هم پرله پسې پاکستان ته ورځي.

دروانې مياشتې پيل کې قطري شهزادګان دپنجاب بهکر سيمه کې هم ددغه مرغۍ ښکار لپاره تر څو ورځو ميشته وؤ

دساړې شمير په نړيواله کچه دختميدو دخطرې سره دمخ مرغو نوملړ يا فهرست کې کيږي او ديوې اندازې ترمخه ټوله نړۍ کې ددې مرغۍ شمير يواځې يو لک دى او هم له دې امله يې په غيرقانوني ښکار بنديز لګول شويدى.

دسږکال پيل کې دپاکستان سترې محکمې ددغه مرغۍ په ښکار بنديز کالعدم ګرځولى و.

عرب شيخان روايتي انداز کې دبازانو له لارې دساړې ښکار کوي او دچارواکو وينا ده چې دهغوي ددغه عمل له امله سيمه ييزو خلکو لپاره د روزګار موقعې پيدا کيږي.

دځنګلي حيا دبقاء لپاره دکارکوونکو ډلو دفعاله غړو وينا ده چې په منظم انداز کې ددې دښکار کولو ترڅنګ ضروري ده چې دښکار ترڅنګ دې ددغه مرغۍ دودې لپاره هم ګامونه واخستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG