د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې یوه کم عمره ماشومه وژل شوې او درې نور کسان ژوبل شوي دي.
د شمالي وزیرستال د پولیټیکل انتظاميې د چارواکو په وینا دغه پېښه نن د ګل په ورځ د سپينوام تحصیل په اباخېل علاقه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا د سړک غاړې ښخ په چاؤدنه کې کم عمره ماشومې ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی او ژوبل کسان د میرعلي روغتون ته وړل شوي دي.
د روغتون چارواکو ویلي د ژوبلو کسانو روغتیايي حالت د خطرې نه بهر دی.
شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پېل کړی شوؤ عملیاتو کې د سپینوام تحصیل په علاقه کې د لټون عملیات شوي او د دغه ځایه خلک کډه شوي وو.
وروستو د حکومت لخوا د سیمې پاکې ګرځول کېدو نه پس چې کوم خلک بیرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شوي په دغو کې په وړومبي سر کې د سپینوام خلک بیرته ورغلي دي.
د چارواکو په وینا د ضرب عضب په عملیاتو کې شمالي وزیرستان د وسله والو څخه پاک کړی شوی دی.
حکومتي چارواکي وايي د ضرب عضب اپرېشن او په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لارې جوړېدو په ترڅ کې د ترهګرۍ پېښې د نیمې نه زیاتې کمې شوي دي.