د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزی وايي که پاکستان وغواړي د افغانستان سره په ګډه په دغه هېواد کې په درېو میاشتو کې امن راتلی شي او که افغانستان کې امن په ځای نه شو دا ټوله سیمه به اُور واخلي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل افغانستان کې امن او د پاکستان او افغانستان ښې اړیکې د سیمې د امنیت دپاره ډېرې مهمې دي.
محمودخان اچکزي وویل د پاکستان د قبایلي سیمو په اړوند اصلاحات دې د قبایلي وګړو په مشوره وشي، نوموړی وايي تر ټولو ښه خبره دا ده چې قبایلي سیمو کې دې رېفرنډم شي چې دغه سیمې دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شاملې شي او که ځانله صوبه دې جوړه شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي افغانستان سره په پوله د پرتو قبایلي سیمو د وګړو سره زیاتی کیږي چې د پولې نه پورې غاړې ته اوختو دپاره ورته پاسپورټ او ویزه لازمي کول کيږي. نوموړی وايي ټول پاکستان کې پښتانه د شناختي کارډ په سر ځورول کیږی.
محمود خان اچکزی وايي وزیراعظم نوازشریف ورته پوخ باور ورکړی چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې به لویدیځ روټ خامخا جوړيږي، او هغه په دې خبره مطمئن دی ځکه په سړکونو باندې په دغه مسله شور نه کوي.