لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: نهه کسيزې پلټنيزې ډلې دتباه شوې الوتکې دځايې دوره کړې

پلټنيزه ډله کې درې فرانسيسي او دوه کاناډايي افسران هم شامل دي، دهغوي تعلق دفرانس داى ټي ار الوتکې جوړونکې کمپنۍ او امريکايي ساخته انجن سازې کمپنۍ پريټ اينډ وټني سره دى، دغه ډله کې درې پاکستاني افسران هم شامل دي.

يوې نهه کسيزه پلټنيزې ډلې دنهې په ورځ حويليا سره نزدې دپاکستان دملي شرکت دتباه شوې الوتکې دځايې دوره کړې ده.

پلټنيزه ډله کې درې فرانسيسي او دوه کاناډايي افسران هم شامل دي، دهغوي تعلق دفرانس داى ټي ار الوتکې جوړونکې کمپنۍ او امريکايي ساخته انجن سازې کمپنۍ پريټ اينډ وټني سره دى، دغه ډله کې درې پاکستاني افسران هم شامل دي.

پلټنيزې ډلې دعيني شاهدانو بيانونه اخستي او دحادثې څخه سمدستي وروستو حويليا ته درسيدلو امدادي ډلو سره يې خبرې اترې کړي دي.

دپاکستاني ميډيا ترمخه داى ټي ار الوتکو جوړونکې کمپنۍ مينوفيکچرنګ او تکنيکي ماهرانو دحادثو دځايونو دمعاينې په پوهانو مشتملې پلټنيزې ډلې حويليا کې دپي ايي اى دتباه شوې الوتکې دملبې، انجن او نورو برخو معاينه کړې ده، دسرچينو وينا ده چې دغه پلټنيزه ډله به دالوتکې بليک باکس او نور شواهد ځان سره فرانس ته وړي او هلته به بليک باکس کې ريکارډ کړى شوې خبرې ډي کوډ کوي.

په ډاګه دې وي چې تيره ورځ دپاکستان دملي شرکت پي ايي اى مشر اعظم سهګل دخپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړې وه.

دپاکستاني ميډيا ترمخه اعظم سهګل خپله استعفا دپي ايي اى ګورننګ بورډ ته ليږلې ده چې پکې هغه ويلي دي دذاتي وجوهاتو په اساس خپله چوکۍ پريږدي.

دپي ايي اى مشر دغه استعفا وروستو له هغې ورکړې چې تيره اوونۍ دخېبرپښتونخوا چترال سيمې څخه اسلام اباد ته روان دپي ايي اى الوتک اى ټي ار حويليا سره نزدې غرييزه سيمه کې راغورځيدلې او تباه شوې وه چې پکې ٤٧ څلويښت مړه شوي وؤ.

ددغه حادثې څخه وروستو دپي ايي اى تر استعمال لاندې داى ټي ار الوتکو څارنې او لوړو غرييزو سيمو کې ددې دالوت دجوګه کيدو په اړه پوښتنې راولاړې شوي خو دپي ايي اى مشر په دغه اړه لګول شوي تورونه رد کړي وؤ.

له دې وړاندې دګل په ورځ پاکستان کې دهوا بازۍ منتظمې ادارې سول ايوي ايشن اتهارۍ په امر پي ايي اى ټولې لس واړه اى ټي ار الوتکې راکوزې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG