لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي: بمي برید کې ۱۳ عسکر وژل شوي


چارواکو ویلي بارودي چاؤدېدونکي مواد په موټر کې اېښودل شوي او د بس تيرېدو په وخت ورته چاؤدنه ورکړی شوې ده.
چارواکو ویلي بارودي چاؤدېدونکي مواد په موټر کې اېښودل شوي او د بس تيرېدو په وخت ورته چاؤدنه ورکړی شوې ده.

د پوځي سرچينو ترمخه مرکزي ترکي کې یو بس باندې شوې بمي چاؤدنه کې لږترلږه ۱۳ پوځي عسکر وژل شوي او ۴۸ نور ژوبل شوي دي، چاوراکي وايي په وژل شوو کې عام خلک هم شامل دي.

د چارواکو په وینا د کېسري په ښار کې عسکر ډيوټۍ له وړل کېده چې د چاؤدنې ښکار شو، دغه برید د پوهنتون د کېمپس سره نزدې شوی دی.

چارواکو ویلي بارودي چاؤدېدونکي مواد په موټر کې اېښودل شوي او د بس تيرېدو په وخت ورته چاؤدنه ورکړی شوې ده.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

ولې مرستیال وزیراعظم ویسي کناک ویلي دا برید یوه اونۍ وړاندې د ترسره شوي برید سره یو شان والی لري د کوم زمه واري چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې کردستان ورکرز پارټۍ نه جدا شوې یوې ډلې قبوله کړې وه.

یوه اوونۍ وړاندې استنبول کې د فټ بال د مېدان نه بهر شوؤ دوه چاؤدنو کې ۴۴ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زیات نور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG